'داعش' لسګونه عراقي پوځيان اعدام کړي

Image caption د ډله ییزې وژنې دغه انځورونه او وېډيو په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

په عراق او شام کې کې د اسلامي دولت ډلې جنګیالیو ته په ځینو منسوبو شویو وېډیوګانو کې دغې ډلې لسګونه عراقي پوځيان په ډله ییزه توګه وژلي دي. دغه انځورونه په خپلواک ډول تر اوسه نه دي تایید شوي.

"په عراق او شام کې د اسلامي دولت" (داعش) ډلې، چې د عراق پر لیرو او مرکزي او شمالي سیمو یې کنټرول ټینګ کړی، پر انټرنېټ د لسګونو عراقي پوځیانو د ډله ییزې وژنې انځورونه او وېډیوګانې خپرې کړې دي.

دغه انځورونه پر ټویټر پاڼه خپاره شوي.

په انځور کې د داعش وسله وال یوه لښتي ته د "اعدامولو" لپاره د عراقي پوځیانو د بېولو په حالت کې لیدل کېږي.

د عراق یوه پوځي ویاند قاسم عطا الموسوي ویلي، دا ریښتیني انځورونه دي، چې د عراق په صلاح الدین ولایت کې د پېښو څرګندونه کوي.

که څه هم تر اوسه د دغو انځورونو په اړه په سمه او خپلواکه توګه تحقیق نه دی شوی، خو د بشري حقونو د څار ډلې د عراق د چارو کارپوه ارین ایفیرز د دغو انځورونو په اړه شک ښودلی، خو وايي "د انځورونو د کره کولو په اړه تحقیق کوو، خو شک لرم چې رښتیا به وي. د داعش له خوا د ۱۷۰۰ کسانو د اعدام خبر د قومي جګړې د اعلان لپاره یو سیاسي هدف ګڼل کېږي".

د عراق په شمال کې د بي بي سي خبریال جیم میور وايي، که چېرې دغه انځورونه ریښتیا شي، دا به په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا تر یرغل وروسته تر ټولو ناوړه او خونړۍ پېښه وي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په انځور کې د داعش وسله وال یوه لښتي ته د "اعدامولو" لپاره د عراقي پوځیانو د بېولو په حالت کې لیدل کېږي.

د انځورونو له خپرېدو سره سم، د عراق حکومت ویلي "د داعش د مقابلې لپاره چمتووالی" نیسي، خو ځینې رپوټونه وايي عراقي پوځ له داعش ځینې سیمې بېرته نیولې دي.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي، ښکاري، چې عراقي پوځ د داعش د جنګالیو د پرمختګ مخه نیولې ده.

"د مرګ لښتی"

په خپرو شویو انځورونو کې د داعش جنګیالیو د تکریت ښار تر نیولو وروسته عراقي پوځیان له اډې د اعدام پر لوري بیايي.

داعش بیا یوه بله وېډيو خپره کړې، چې د تکریت له سبایکر اډې نه سلګونه پوځيان د مرګ لښتي ته بیايي، خو په وېډیو کې تبصره کوونکی وايي، دا په اډه کې تسلیم شوي عراقي پوځيان دي.

په ځینو انځورونې کې وسله والو تور کالي اغوستي چې پر نیول شویو کسانو ډزې کوي.

یوې بلې وسله والې ډلې بي بي سي ته ویلي، په سبایکر اډه کې نژدې زر پوځيان اعدام شوي دي.

تکریت او موصل هغه ښارونه دي، چې کنټرول یې لاهم د داعش په لاس کې دی.

د تکریت ځینو اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي د وسله والو او عراقي پوځ ترمنځ جګړه لاهم روانه ده.

مشورې

د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په دوه ورځنۍ مشورتي غونډه کې له عراق سره د اوسني کړکېچ د وتلو پر حل لارو غږېږي.

عيني شاهدان وايي، د عراق په شمال لوېدیځ تلعفر کې د عراقي پوځ او د "داعش " د وسله والو ترمنځ، چې ښار ته د ننوتلو هڅه کوي، جګړه شوې ده.

د ‎ايران رول

امریکايي جمهوریت غوښتونکي سناتور لینزي ګرېهام ویلي، د امریکا متحده ایالتونه له ایران سره د دې همکارۍ اړتیا لري، چې د عراق حکومت له ړنګېدا وژغوري.

ګرېهام، چې په مشرانو جرګه کې د پوځي جرګه ګۍ د چارو غړی هم دی او د ایران پروړاندې سخت دریځ لري، ویلي، دا ګام ځکه اخلي چې بله چاره نه لري.

نوموړي د امریکا سي بي ایس تلوېزیون ته په خبرو کې ویلي "د بغداد د ساتلو لپاره موږ له دوی سره همکارۍ ته اړتیا لرو".

"ایران په دې کې خپله ګټه لټوي، د شیعه ګانو ملاتړ غواړي؛ له دې کبله موږ باید له دوی سره په عراق کې د ثبات راوستلو لپاره خبرې وکړو، او دا ضمانت راکړل شي چې ایران به د عراقي خاورې د نیواک له دریځه تېرېږي".

ورته مطالب