کولمبیا نوی ولسمشر له فارک سره خبرې غځوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption تر اوسه دولت د فارک یاغیانو سره څو ځلې په کیوبا کې د سولې په تړاو خبرې کړې

د کولمبیا نوی ولسمشر سانتوس، له فارک سره خبرې غځوي. د کولمبیا په ولسمشریزو ټاکنو کې خوان مانویل سانتوس ۵۱ سلنه رایو په خپلوولو سره د ټاکنو ګټونکی شو، خو ټاکنیز سیال یې خپله ماتې منلې ده.

سانتوس پر دې وتوانېد، چې اسکار ایوان زولواګا ته چې ۴۵ سلنه رایې یې ترلاسه کړې، ماتې ورکړي.

د بي بي سي خبریالان وايي، دا بریالیتوب له کیڼ اړخې فارک ډلې سره د سولې روانو خبرو لپاره ښې ګڼل کېږي.

ښاغلي زوالواګا ويلي و، کې چېرې د وسله والو یاغیانو سرتمبګۍ پای ته ونه رسېږي، شاید د سولې خبرې به په ټپه ودرېږي.

۶۲ کلن سانتوس به د راتلونکې اګست په میاشت کې د یوې څلورکلنې دورې لپاره لوړه وکړي.

زولواګا د تېرې مې میاشتې په لومړي پړاو ټاکنو کې په ډېر کم توپير مخکښ پېژندل کېده، خود یکشنبې په ورځ يې خپلو پلویانو ته په خبرو کې خپله ماتې ومنله.

هغه ژمنه وکړه، چې د کولمبیايي وګړو د ژوند او ازادۍ د دفاع ساتلو لپاره به خپله مبارزه پرمخ یوسي.

کیوبا کې خبرې

د تېرې یکشنبې د ورځې رایې په الکترونیکي ډول وشمېرل شوې او د مرکزونو له تړلو یو ساعت وروسته يې پایلې اعلان شوې.

په بوګوتا کې د بي بي سي خبریال ارتورو والاس وايي، د ټاکنو د بهیر پرمهال د کومې لویې ستونزې رامنځ ته کېدو خبر نه دی رکړل شوی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption زولواګا: د کولمبیايانو د ژوند او ازادۍ د دفاع ساتلو لپاره به خپله مبارزه پرمخ وړم

له نژدې ۳۳ میلیون کولمبیايي وګړو ۴۸ سلنې خلکو په ټاکنو کې د رای ورکولو نوملیکنه کړې وه.

پردې سربېره، د جرمونو او بې کارۍ لوړې کچې په اړه او له فارک یاغیانو سره د سولې خبرو په باب زیاتره ټاکنیزې مذاکرې روانې وې.

سانتوس تمه لري چې د روان کال تر پایله به یو داسې هوکړه لیک لاسلیک کړي، چې پربنسټ به یې فارغ یاغیان له شخړو لاس واخلي او په سیاسي بهیر کې به ګډون وکړي.

تر اوسه دولت له فارک یاغیانو سره څو ځلې په کیوبا کې د سولې په تړاو خبرې شوې.

دواړو غاړو پر درو موضوع ګانو: ځمکني اصلاحات، راتلونکی سیاسي مشارکت او د نشه يي توکو د قاچاق په اړه خبرې کړې.

خو لا تر اوسه پر درو نورو موضوعاتو (د قربانیانو حقونه، د اورپکو بې وسلې کول او د هوکړه لیک ترسره کېدو) په اړه هوکړه نه ده شوې.

ورته مطالب