بريتانیا په تهران کې خپل سفارت بیا پرانیزي

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي هېګ وویل په تېرو څو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې شوې دي

د بريتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ ویلي حکومت یې هوډ لري چې له ایران سره یو ځل بیا دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي او په تهران کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

نوموړي وویل دا به له ایران سره په دوه اړخیزو اړیکو کې یو پرمخ ګام وي.

ښاغلي هېګ وویل په تېرو څو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې شوې دي، او د سفارت پرانیستلو لپاره دا مناسب وخت دی.

د ده په وینا کله چې عملي چمتووالی بشپړ شي نو په تهران کې به د برېتانیا سفارت ژر تر ژره پرانیستل شي.

"موږ لا هم له ایرانه غواړو چې خپله بهرنۍ تګلاره دې بدله کړي. د هستوي پروګرام په اړه هم خبرې روانې دي. موږ غواړو چې دا خبرې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي."

خو ښاغلي هېګ وويل "ایران دا توان لري چې په سیمه کې یو مثبت رول ولوبوي. په تېرو وختونو کې یې ویشنه کړې،او مذهبي تاو تریخوالی یې راپارولی."

ده زياته کړه "موږ به د دې نویو اړیکو پر بنسټ ورڅخه وغواړو چې خپله تګلاره بدله کړي، او د دواړو هېوادونو خلک یو بل ته نږدې شي."

په ۲۰۱۱ کال کې په تهران کې برېتانیا پر سفارت تر برید وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ دېپلوماتیکې اړیکې ختمې شوې وې.

د دې هېوادونو ترمنځ اړیکې او خبرې وروسته تر هغې پیل شوې چې ایران کې یو نوی ولسمشر وټاکل شو، او د هستوي پروګرام په اړه یې له نړیوالو سره خبرې پیل شوې.

دا پرېکړه پر داسې وخت کې کېږي چې په عراق کې حکومتي ځواکونه له وسله والو اورپکو ډلو سره په سخته جګړه بوخت دي.

ایران هوډ څرګند کړی چې په دې برخه کې د عراقي حکومت او نړیوالې ټولې مرستې ته چمتو دی.

بل لور ته امریکا هم اعلان کړی چې په بغداد کې د خپل سفارت د امنیت لپاره به ۲۷۵ سرتېري عراق ته لېږي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر دا هم زیاته کړه چې د سفارت د کارکوونکو د خوندي توب په اړه یې ډاډ ترلاسه کړی، او هغوی به وکړای شي چې بې له کومې ستونزې خپله دنده پر مخ بوځي.

نوموړي وویل د دې ګام معنی دا نه ده چې برېتانیا د ایران پر وړاند‎ې خپل دریځ نرموي. بلکې هېواد یې لا هم له ایرانه غواړي چې خپله بهرنۍ تګلاره دې بدله کړي.

ورته مطالب