۶۶ اندونیزیا يې وګړي نادرکه شوي

Image caption تر اوسه د دې پېښې اصلي لامل او د دې بیړۍ د مسافرو کره شمېره نه ده معلومه شوې

د مالیزیا چارواکي وايي، د مالیزیا ساحل سره نژدې یوه بیړۍ ډوبه شوې چې له امله یې لسګونه کسان تري تم شوي دي.

چارواکي وايي، په ډوبه شوې بیړۍ کې ۹۷ کسان سپاره وو. چې ۳۱ یې وژغورل شول او ۶۶ کسان نادرکه دي.

چارواکي زیاتوي، یو هلیکوپتر او پنځه ژغورونکې بیړۍ د دې سیمې په لور روانې شوې تر څو د ورکو خلکو پلټنه وکړي.

د مالیزیا د سمندري ځواکونو د نظارت برخې ویاند وویل، د دې بیړۍ په مسافرو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

د راپورونو پر بنسټ دا د لرګویو بیړۍ د کلانګ بندر په ساحل کې د سې شنبې او چهارشنبې ترمنځ په نیمه شپه کې ډوبه شوه.

د سمندري ځواکونو یو کارکوونکی محمد زوري رویټرز خبري اژانس ته وویل، دا یوه داسې بیړۍ وه چې په بحر کې د تلو اجازه یې نه درلوده.

چارواکي وایي، په بیړۍ کې سپاره ټول کسان د اندونیزیا اوسیدونکي وو، چې په نا قانونه ډول یې د مګا ټاپووزمې له لارې مالیزیا ته د تللو کوښښ کاوه. تر اوسه په دې اړه ضد و نقیض راپورونه هم شته ځینې کسان وايي، دا کسان د روژې میاشتې لپاره خپل وطن (اندونیزیا) ته ستنیدل.

تر اوسه د دې پېښې اصلي لامل او د دې بیړۍ د مسافرو کره شمېره نه ده معلومه شوې.

دا ښکاره خبره ده چې مالیزیا په لروختیځو هیوادونو کې نسبتا شتمن هیواد دی. او له ګاونډویو هیوادونو په ځانګړي ډول اندونیزیا او بنګله دیش نه ډېر خلک ورځي همدارنګه په ناقانونه ډول د ورغلو کسانو شمېره هم لوړه ده.

د یادونې وړده چې په دې سیمه کې اکثرا دا ډول پېښې را منځته کیږي او هر کال زرګونه کسان د دا ډول پېښو ښکار کیږي.

ورته مطالب