د ستوني عملیاتو پر مهال د اواز بللو ګټه

Image caption دا لومړی ځل دی چې دا ډول عملیات په داسې تخنیک تر سره شول

په فرانسې کې چې کله د یوې مسلکي هنرمندې له ستوني نه د یوه تومر د لرې کولو لپاره جراحي عملیات کېدل، نو دې ته ویل شوي وو، چې د عملیاتو پر مهال دې سندرې هم وايي ځکه له دې لارې که د هغې غږیزو تارونو ته کوم زیان رسېده، ډاکټرانو ته به یې درک لګېدای.

د الامه کانتی په نامه دغې فرانسوۍ سندرغاړې ته د عملیاتو پر مهال له درده د خوندیتوب لپاره یوازې ځايي انستیزي ورکړل شوې وه. کانتی دې خبرې ته ډېره په اندېښنه کې وه، چې د دغو عملیاتو له کبله د نوموړې په ستوني کې غږیزو تارونو ته زیان رسېدای شي او خپل غږ له لاسه ورکولای شي. ډاکټر ورته له همدې کبله لارښوونه وکړه، که د عملیاتو پر مهال سندرې ووايي، غږیز تارونه به یې نه زیانمنېږي. د ډاکټر په وینا، که د عملیاتو پر مهال یې جراحي چړې لږې هم بې ځایه خوځېدلې وای، د دې ګواښ و، چې کانتی خپل غږ د تل لپاره له لاسه ورکړي.

پروفیسر ګلز دهونیور دغه عملیات په اپرېل میاشت کې کړي وو، خو په دې اړه یې خبري غونډه د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې جوړه کړه او هغه سندره یې پکې وویله، چې کانتی د جراحي عملیاتو پر مهال ویلې وه.

د الامه کانتی د ستوني پر تایرایډ غدې یو تومر راختلی و خو دا چې نوموړې د عملیاتو پر مهال سندرې ویلې، له دې امله په بریالیتوب تر سره شول. د پروفیسر په خبره، دا ډول عملیات ډېر درد لري، ځکه د عمومي انستېزۍ په ورکولو تر سره کېږي. دا لومړی ځل دی چې دا ډول عملیات په داسې تخنیک تر سره شول. په دغه خبري غونډه کې الامه کانتی هم موجوده وه. د نوموړی عملیات بریالي وو او اوس روغه ده. نوموړې وویل، چې د عملیاتو پر مهال یې داسې انځور کړې وه چې په عملیات خونه کې نه بلکې لرې په سینیګال کې ده او سندرې وايي.