پاکستان کې سختې ګرمۍ ۴۳ کسه مړه کړي دي

د انځور حقوق Getty
Image caption د لعل شهباز قلندر درې ورځنی لمانځغونډه نن پنجشنبه پای ته رسېږي

د پاکستان د سندهـ ايالت په سيهون ښار کې د لعل قلندر شهباز د تلين لمانځلو په لومړنيو دوو ورځو کې د چار شنبې تر ماښامه د سختې ګرمۍ له امله ۴۳ کسان مړه شوي دي.

د سندهـ ايالت په ځينو برخو کې نن سبا د تودوخې کچه آن تر ۴۸ درجو پورې لوړېږي.

ګرمي د سهار له لسو بجو پيلېږي او د ماښام تر لمر پرېوته دوام لري.

د مرستو رسولو يوه مرکز ويلي و، د تلين له پيل يوه ورځ وړاندې ۱۴ کسان مړه شوي او څلور هغه کسان په کې وو، چې په وياله کې د لامبو پر مهال ډوب شوي وو.

له دې وروسته د جون پر ۱۷مه او ۱۸مه نور کسان هم د سختې ګرمۍ له امله مړه شول او د چارشنبې تر سهاره يې شمېر۴۳ ته ورسېد.

د مرستو رسولو يو مرکز (ايدهي) وايي د مړو شويو ډېری يې د پنجاب ايالت دي، چې اوس يې جسدونه خپلو کورونيو ته استول کېږي.

د سيهون ښار په روغتونونو کې هم اړينې اسانتياوې نه شته او دغه مرکز وايي په روغتون کې د مړو لپاره د سړو خونو د نشتوالي له امله ډېری جسدونه خراب شوي دي.

دوی وايي په مړو شويو کسانو کې ۱۴ داسې دي، چې لا يې هم کورنۍ نه دي پېژندل شوي.

د لعل شهباز قلندر درې ورځنی لمانځغونډه نن (پنجشنبه، ۱۸مه) پای ته رسېږي.

د دغې لمانځغونډې پرانسته د سندهـ د اوقافو ايالتي وزير عبدالحسيب د سې شنبې پر ورځ وکړه او تمه ده د پای مراسمو لپاره يې د سندهـ مشر وزير ورشي.

په تلين کې د ګډون په موخه د هېواد له لروبره زرګونه زيارت کوونکي د سيهون ښار ته چې له کراچۍ نه شاوخوا ۲۵۰ کیلومتره لرې دی رسېدلې دي.

ورته مطالب