جو بايډن اوکراین کې د اوربند هرکلی کړی

د امریکا د متحد ایالتونو مرستيال ولسمشر جو بایډن د اوکراین په ختیځ کې د هغه یو اړخیز اوربند هر کلی کړی چې د دغه هېواد د ولسمشر پیټرو پوروشينکو له خوا اعلان شوی دی.

دا اوربند د هغه پراخ پلان یوه برخه ده چې په سیمه کې د روس پلوو بیلتون غوښتونکو له خوا د پیل شوي تاوتریخوالی د پای ته رسولو لپاره جوړ شوی دی.

خو ښاغلي بایډن دا هم وويل که د بیلتون غوښتونکو له خوا د تاوتریخوالي په پای ته رسولو کولو کې روسيه له خپل نفوذه کار وانخلي د امریکا متحد ایالتونه او ملګري هیوادونه به پر روسیې د لا درندې بیې پریکولو لپاره فشار راوړي.

د اوکرایین ولسمشر ژمنه کړې چې په څو ورځو کې به یو اړخیزه اوربند اعلان کړي.

هغه دغه راز وړاندیز کړی چې روسي پلوه بیلتون غوښتونکو ته به په خوندي توګه د وتلو زمینه برابره کړي.

دغه پلان وروسته له هغه په ډاګه کیږي چې د اوکرایی ولسمشر د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د چارشنبې په ورځ خبرې وکړې.

خو ښاغلي پروشېنکو تر دې وړاندې بيا بيا ويلي و، چې کريميا او نورې جلا شوې سيمې د اوکراين برخه وه او وي به.

بل خوا داسې راپورونه هم ورکړای شوي، چې د اوکراين په ختيځ کې له بېلتونپالو سره روسي ټانکونه لېدل شوي دي.

که څه هم روسيې اوس دغه راپورونه رد کړي، خو وړاندې يې ويلي و، چې د اوکراين په ختيځ کې به له روسي ژبو دفاع کوي.

په تېرو څو مياشتو کې د کريميا ټاپو او د اوکراين په ختيځ کې د ډونېتڅک او لوهانڅک سيمو د ټولپوښتنو په ترڅ کې خپله خپلواکي اعلان کړه.

د کريميا نوې ادارې له اوکراين له جلا کېدو سملاسي وروسته له روسيې سره يو ځای شوه، خو نورو دوو سيمو لا له روسيې سره د يو ځای کېدو اعلان نه دی کړی.

ورته مطالب