عراق کې د لرغونو سیمو د ساتنې په پلمه

حسن روحاني د انځور حقوق AFP
Image caption د ایران ولسمشر حسن روحاني هم ویلي چې د عراقي شیعه ګانو د سپېڅلو سیمو د ساتنې لپاره له هر راز دفاع پښې نه شاته ته کوي.

د ملګرو ملتونو ښوونیزې، علمي او فرهنګي ادارې (یونیسکو) په عراق کې د سخت دریځو له پرمختګ سره هم مهاله، په دې هېواد کې د لرغونو ځایونو د احتمالي ویجاړېدو په اړه اندېښنه ښوولې ده.

دغې ادارې پر عراقي حکومت او نړیوالې ټولنې د لرغونو سیمو او د اسلامي کلتور د لرغونو آثارو د ساتنې لپاره د کوټلو ګامونو اخیستو غوښتنه کړې ده.

په کربلاء کې د عراقي شیعه ګانو د ستر مذهبي مشر ایت الله سیستاني استازي شیخ عبدالمهدي کربلايي د عراقي سپېڅلو ځایونو د ساتنې لپاره د عراقي شیعه ګانو د وسله وال کېدو غوښتنه وکړه.

څلور امامان

دغه جګپوړي عراقي شیعه ملا که څه هم وړاندې له رسنیو سره له غږېدو مخ اړولی، خو بي بي سي ته یې په مرکې کې ویلي چې:

''که چېرې موږ همدا اوس د دغه خطر مخه ونه نیسو، شاید د عراق ګاونډیو هېوادونو ته یې هم لمن وغځېږي، په ټوله کې د سیمې امنیت ته هم خطر پېښوي''.

په عراق او شام کې د اسلامي دولت (داعش) جنګیالیو د ځینو ښارونو تر نیولو وروسته د عراقي حکومت او اروپا لپاره لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

بل خوا د ایران ولسمشر حسن روحاني هم ویلي چې د عراقي شیعه ګانو د سپېڅلو سیمو د ساتنې لپاره له هر راز دفاع پښې نه شاته ته کوي.

د نوموړي ټینګار دا دی، چې په عراق کې د شیعه ګانو د امامانو د سپېڅلو سیمو (کربلاء، نجف، کاظمیې او سامراء) د ساتنې لپاره د ایران ولس له هر راز دفاع او خطر څخه ځان نه سپموي.

د عراق په دغو څلورو ښارونو کې د شیعه امامانو مقبرې دي، چې هر کال له ایران او نورو شیعه سیمو نه سلګونه زره شیعه ګان د زیارت لپاره ورځي.

د انځور حقوق
Image caption ښځینه شیعه ګانو یې هم د ساتنې ژمنه کړې ده

روحاني وايي، زیاتو ایراني رضاکارانو عراق ته د سپېڅلو سیمو د ساتنې او د "سخت دریځو" مقابلې لپاره تلو ته مټې بډوهلې دي.

خو د عراق د امنیتي سازمان چارواکو ویلي، د ایران د انقلابي ګارد اړوند القدس ډلې یو قومندان جنرال قاسم سلیماني له عراقي ملېشو او وسله والو ځواکونو سره اوږه په اوږه د داعش پر وړاندې جنګېږي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د عراقي امنیتي چارواکو له قوله ویلي، جنرال سلیماني له ځینو عراقي چارواکو سره د داعش د پرمختګ د څپې درولو پر وړاندې مشورې کوي.

سرچینه وايي، په عراق کې د سلیماني جنګېدل په بربنډه توګه د عراق د لوېدیځ ګاونډي ژوره لاسوهونه په ډاګه کوي.

په کربلاء کې د امام حسین زیارت د نړۍ په کچه د شیعه ګانو تر ټولو ډېر سپېڅلی ځای ګڼل کېږي، چې ښځینه شیعه ګانو یې هم د ساتنې ژمنه کړې ده:

د انځور حقوق
Image caption عراق ته د شیعه زیارتونو د ساتنې په پلمه له ایرانه د انقلابي ګارد استولو خبرونه هم ورکړل شوي

''دوی داسې سخت دریځي دي، چې هېڅ د اسلام استازیتوب نه کوي، دوی ۱۲ امامان وژلي، ګڼ ولسي وګړي یې تر تېغ تېر کړي، پر ښځو یې جنسي تېري کړي، نو ایا دوی ته سم مسلمانان ویلی شو''؟

په وروستي پرمختګ کې د داعش جنګیالیو د عراق د تېلو چاڼ کولو تر ټولو مهم بیجي ښار هم نیولی دی.

که څه هم حکومت وايي له بیجي یې داعش جنګیالي شاته کړي، خو سیمه ییز خلک وايي، لاهم پر دغه ښار د داعش جنګیالي واکمن دي.

د عراق پر شیعه لومړي وزیر نوري المالکي د سنيانو د ګوښه کولو تور دی، چې عراق ته پر داعش د بمباریو پیلولو لپاره د امریکایانو ژر ورتګ ته تږیک ښکاري.

ورته مطالب