نایجریا کې ۱۰۰ کسان ډوب شوي

Image caption په نایجریا کې زیاتره شمالي سیمې د مسلمانانو دي، خو په سوېل کې یې بیا عیسویان هم ژوند کوي.

له نایجریا نه رپوټونه وايي، د دغه هېواد په ختيځ کې نژدې سل کسان ډوب شوي دي.

یوه عیني شاهد بي بي سي ته ویلي، ډوب شوي، هغه وګړي دي، چې له خپل کلي د قومي شخړو له کبله د سرپناه موندلو لپاره په بېړۍ کې د لېږدېدو په حال کې وو.

ویل کېږي، بېړۍ چلوونکی په ډزو وژل شوی، چې بیا وروسته بېړۍ کې رامنځ ته شوې ګډوډي د ډوبېدو او د ټولو مساپرو د وژل کېدو لامل شوې ده.

ژغورونکي د ډوبو شویو په ژغورلو نه دي توانېدلي، او نه یې هم د ډوبیدو په ځای کې د کوم چا مړی موندلی دی.

د بي بي سي خبریال وايي، دغه خلک د ‎ ترابا ولایت له هغه کلي تښتېدلي، چې زیاتره پکې مسلمانان دي، خو د بلاتو ولایت وسله وال عیسویان پرې ډېری وخت بریدونه کوي.

د دواړو ولایتونو خلک د ځمکې د ملکیت پرسر شخړې او وژنې کوي.

د نایجریا پوځ د تېرې سې شنبې په ورځ د بوکو حرام سخت دریځې اورپکې ډلې یو جګپوړی مشر هغه مهال ونیو چې په سوېلي آبیه ولایت کیې ۵۰۰ مساپر راوګرځول.

د دغه چارواکي تر نیول کېدو وروسته، بوکو حرام ډلې بریدونه وکړل، چې لږترلږه ۱۴ کسان پکې ووژل شول.

نایجریا په افریقا کې د وګړو د شمېر له اړخه یو لوی هېواد دی، چې د دغې قارې اقتصادي ودې ته هم ډېره ګټور کارونه کوي.

په نایجریا کې زیاتره شمالي سیمې د مسلمانانو دي، خو په سوېل کې یې بیا عیسویان هم ژوند کوي.

ورته مطالب