امريکا عراق ته ۳۰۰ پوځي سلاکاران استوي

د انځور حقوق Getty
Image caption داعش اسلامپالو د تيلو په تر ټولو سترې فابريکې خپلې تورې جنډې ځړولې دي

ولسمشر اوباما وايي متحد ايالات به عراق ته ۳۰۰ پوځي سلاکاران واستوي، چې د داعش اسلامپالو پر ضد جګړه کې مرسته وکړي.

ښاغلي اوباما ويلي که اړتيا وه امريکا د ''لنډ، اغيزمن او هدفي پوځي اقدام'' لپاره چمتو ده، خو زياته يې کړه چې هېواد به يې عراق ته د جګړې لپاره ځواکونه و نه لېږي.

هغه ټينګار وکړ، چې د روانې شخړې پوځي لار نه شته او غوښتنه يې دا وه چې د شيعه ګانو په مشرۍ عراقي حکومت کې بايد ټولې خواوې برخه ولري.

تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزیر جان کيري ژر عراق ته سفر وکړي او هڅه به يې دا وي چې حکومت قانع کړي په کابينه کې يې نورې خواوې هم شاملې شي.

عراق له امريکا غوښتي چې د عراق او شام د اسلامي دولت ډلې 'داعش' پر ضد چې د سني جنګياليو مشري کوي له هوايي بريدونو کار واخلي.

داعش په تېرو په تېرو ۱۰ ورځو کې په ډېرې چټکۍ د موصل او تکریت په ګډون ګڼ ښارونه له حکومتي ځواکونو نيولي دي.

په واشنګټن کې د بي بي سي خبريال وايي د امريکا د ځانګړو ځواکونو ۳۰۰ پوځي سلاکاران به په پلازمېنه بغداد او شمال کې له عراقي ځواکونو سره د قومندې ګډ مرکز جوړ کړي او تر څنګ به يې د جګړې ډګر ته هم ورشي.

لوړي پوړي امريکايي چارواکي وايي دوی د هوايي بريدونو د چمتووالي په پړاو کې نه دي، زياتوي که هوايي بريد کوي نو په ډېر احتياط او هدفي به يې کوي.

دوی دغه راز داسې اشارې هم ورکړي، چې د داعش جنګيالي به د سوريې په پولو کې هم د امريکا تر بريدونو لاندې راشي.

په اوس وخت کې داسې بريښي چې د عراق د لومړي وزير نوري المالکي په مشرۍ شيعه حکومت په ښکار د واشنګټن ډاډ له لاسه ورکړی دی.

ټاکل شوې د بهرنيو چارو وزير جان کيري د خپل پراخ دپلوماتيک ماموريت په لړ کې منځني ختيځ او شمالي افريقا ته سفر وکړي.

د ده د سفر اصلي هدف دا ښکاري چې نوموړی به په عراقي حکومت فشار راوړي پراخ بنسټه نوی حکومت جوړ کړي.

خبريالان وايي په لومړي وزیر نوري المالکي تور دی، چې سني ضد کړنلاره يې غوره کړې او همدې په عراق کې ناکراريو ته لمن وهلې ده.

ورته مطالب