د عراق دوو ښارونو کې درنه جګړه روانه ده

د انځور حقوق Reuters
Image caption امريکا عراق ته ۳۰۰ پوځي سلاکاران استوي، خو عراق پر داعش د هوايي بريدونو غوښتنه کوي

د عراق په شمال کې اسلامپالي جنګيالي او حکومت پلوي ځواکونه د بيجي د تيلو چاڼځي او تلعفر پر هوايي ډګر د کنټرول ترلاسه کولو لپاره په سخته جګړه کې کېوتي.

بيجي د عراق د تيلو د چاڼ تر ټولو ستره فابريکه ده، چې د عراق او شام د اسلامي دولت 'داعش' جنګيالي ترې راتاو شوي دي. مخکې داسې راپورونه ورکول کېده چې دغه فابريکه د وسلوالو لاسونو ته لوېدلې ده.

د دغې ډلې جنګيالي وايي د تلعفر هوايي ډګر لويه برخه يې تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.

دغه نښته له هغه يوه ورځ وروسته کېږي، چې امريکا وويل د داعش جنګياليو پر ضد په روانه جګړه کې د مرستې په موخه عراق ته ۳۰۰ پوځي سلاکاران استوي.

ولسمشر اوباما ټينګار کړی چې امريکايي ځواکونه به د عراق په جګړه کې ښکېل نه شي.

ټاکل شوې د امريکا د بهرنيو چارو وزیر جان کېري ژر عراق ته سفر وکړي او د يوې پراخ بنسټه کابينې پر جوړولو ټينګار وکړي.

ويل کېږي د ښاغلي کېري دا وړانديز به په هېواد کې د سيالو مسلمانو ډلو ترمنځ روان کړکېچ راکم کړي.

په عراق کې د تاوتريخوالي څپې وروسته له هغه خپرې شوې، چې سنيانو تور ولګاوه شيعه لومړی وزير نوري المالکي هڅه کوي سنيان له واکه ګوښه وساتي.

د ښاغلي مالکي دا دريځ به سنيان وهڅوي، چې د عراق او شام اسلامي دولت 'داعش' سره سني ملېشې يو ځای شي، چې په وروستيو کې يې چټک پرمختګونه کړي دي.

له هغه راوروسته چې تېره اوونۍ داعش د عراق دويم ستر ښار موصل ونيو له ۵۰۰۰۰۰ زيات کسان له خپلو کورونو وتلي دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي، چې د سږکال د تاوتريخوالي په پېښو کې به د بې ځايه شويو شمېر شاوخوا يو ميليون ته ورسېږي.

خبريالال وايي عراقي حکومت ته د ولسمشر اوباما وينا له هيلو ډکه نه ده، ځکه عراق د داعش پر وړاندې په سملاسي ډول د هوايي بريدونو غوښتنه کوي.

د عراق د دې غوښتنې پر ځای امريکا په پام کې لري، عراق ته ۳۰۰ پوځي سلاکاران واستوي چې د عراق ملي اردو سره منظمه کړي.

ورته مطالب