د ځواک ښوول د عراق کړکېچ لا پسې زياتوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption مقتدا صدر دغه اعلان پر داسې مهال کړی، چې د عراق په شمال کې داعش ډېرې سيمې نيولي دي

په عراق کې د شيعه ملا مقتدا صدر زرګونه پلويانو د بغداد په واټونو کې مارش کوي او دا په دغه هېواد کې چې جګړه په کې روانه ده فرقه يي شخړې لا زياتوي.

دغه شيعه ملا پر (مهدي پوځ) چې ده وفاداره دی او د څو کلونو لپاره يې د ده په لارښوونه له امريکايانو سره جګړه کړې غږ کړی چې په ټول هېواد کې پوځي مارش وکړي.

خبريالان وايي د بغداد حکومت له لوري د ځواک ښوولو دې کار ته به د وضعيت د خرابېد په سترګه وکتل شي.

سني جنګيالو د موصل او تکريت په ګډون د عراق په شمال کې له حکومتي ځواکونو ډېرې سيمې په خپله ولکه کې اخيستې دي.

راپورونه وايي نن د شنبې پر ورځ د داعش جهادي ډلې په مشرۍ ملېشود قسيم ښارګوټي سره نژدې د سوريې او عراق ترمنځ پر پوله پروت مهم ستراتيژيک ښار نيولی دی.

بل خوا د عراق په شمال کې اسلامپالي جنګيالي او حکومت پلوي ځواکونه د بيجي د تيلو چاڼځي او تلعفر پر هوايي ډګر د کنټرول ترلاسه کولو لپاره په سخته جګړه کې کېوتي.

بيجي د عراق د تيلو د چاڼ تر ټولو ستره فابريکه ده، چې د عراق او شام د اسلامي دولت (داعش) جنګيالي ترې راتاو شوي دي. مخکې داسې راپورونه ورکول کېده چې دغه فابريکه د وسلوالو لاسونو ته لوېدلې ده.

د دغې ډلې جنګيالي وايي د تلعفر هوايي ډګر لويه برخه يې تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.

دغه نښته له هغه يوه ورځ وروسته کېږي، چې امريکا وويل د داعش جنګياليو پر ضد په روانه جګړه کې د مرستې په موخه عراق ته ۳۰۰ پوځي سلاکاران استوي.

ولسمشر اوباما ټينګار کړی چې امريکايي ځواکونه به د عراق په جګړه کې ښکېل نه شي.

ټاکل شوې د امريکا د بهرنيو چارو وزیر جان کېري ژر عراق ته سفر وکړي او د يوې پراخ بنسټه کابينې پر جوړولو ټينګار وکړي.

ويل کېږي د ښاغلي کېري دا وړانديز به په هېواد کې د سيالو مسلمانو ډلو ترمنځ روان کړکېچ راکم کړي.

ورته مطالب