چینايي پولیسو ۱۳ بریدګر وژلي

Image caption چینايي چارواکي د هېواد په سوېل لویدیځ کې د بریدونو پړه پر بېلتون غوښتوونکو یغورانو اچوي.

چینايي چارواکي وايي په لویدیځ سینجینګ ولایت کې د پولیسو پر یوې پوستې ۱۳ برید کوونکي وژل شوي دي.

سیمه ییزو چارواکو پر خپلې ویپاڼې ویلي چې د شنبې ورځې په سهار برید کوونکو د پولیسو پوستې ته یو موټر وروست او چاودیدونکي توکي یې وچول.

د چارواکو وینا ده چې په دې برید کې درې پولیس سر سري ټپیان شوي خو ولسي خلکو ته زیان نه دی اوښتی.

چارواکو ویلي چې ۱۳ تنه بریدګر یې وژلي او په دې هکله یې نور جزییات نه دي ورکړي.

په خپلواکه توګه له دغې سیمې نه د رپوټونو تاییدول ستونزمن دی ځکه چې خبریالان دغې سیمې ته نه پرېښودل کېږي او له دغه ځایه د معلوماتو ترلاسه کول د چارواکو له خوا کنترولېږي.

چینايي چارواکي په سینجینګ ولایت کې د مخ په زیاتېدونکو بریدونو پړه پر یغور مسلمانانو اچوي.

د تېرې دوشنبې په ورځ چین په سینجینګ ولایت کې ۱۳ تنه د هغه څه له امله چې دوی ترهګر بریدونه بلل اعدام کړل.

دغه راز دریو هغو کسانو ته چې ګومان کېږي یغوران دي جزا ورکړل شوې چې تېر کال یې پر یو مارکیټ چې د خلکو له ګڼې ګوڼې ډک و خپل موټر وروستی و.

په دې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي وو او لسګونه نور ټپیان شوي وو.

چارواکي سینجینګ کې د اورګاډي په یوه تم ځای کې د چړو د برید په ګډون د چین په سوېل لویدیځ کې د بریدونو پړه پر بېلتون غوښتونکو یغورانو اچوي خو د هغوی مشران دا ردوي چې ګواکې ترهګر فعالیتونه همغږي کوي.

په همدې حال فعالان بیجینګ تورنوي چې د یغورانو له خوا د ګواښ په برخه کې مبالغه کوي څو دې توګه د یغورانو د مذهبي او کلتوري آزادیو پرضد اقداماتو ته لار هواره کړي.

ورته مطالب