امریکا کې د شاتو مچۍ کمې شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption د جمعې په ورځ له هغو بزګرانو سره د مالي مرستې اعلان وشو چې د شاتو مچۍ روزي.

سپینې ماڼې یوه کاري ډله ګومارلې چې په امریکا کې د شاتو مچیو د کمېیدو مخنیوي وکړي.

د امریکا د چاپیریال ساتنې اداره او کرنې وزارت به د دې چارې مشري کوي او د شاتو مچیو د زیاتولو لپاره اته میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.

تېر ژمي کې په امریکا کې د شاتو مچۍ ۲۳ سلنه کمې شوې چې لاملونه یې جینټکي، د کیمیاوي مواد استعمال او یو لړ نور ګڼل کېږي.

دغه راز ویل کېږي چې د خوړو او ګلانو د ګردې د کمښت له امله د شاتو مچۍ نورو سیمو ته تللي دي.

ناروغۍ او ځیني نور ژوي هم د شاتو مچیو د کمېدو لامل ګڼل کېږي.

سپینه ماڼې وايي د شاتو مچۍ د امریکايي فصلونو بیه تر ۱۵ ملیاردو ډالرو پورې زیاتوي.

په همدې حال کې د چاپیریال ساتنې ځینې ډلې پر ولسمشر نیوکې کوي او وايي د شاتو مچیو د کمېدو په برخه کې اقدام نه کوي.

د ځمکې د ملګرو په نامه د یوې ډلې مشر ایریک پیکا د رویترز خبري آژانس ته ویلي چارواکي باید د هغو کیمیاوي مواد کارول چې له امله یې د شاتو مچي مري تر هغه وځنډوي چې کارول یې خوندي شوی نه وي.

خو د یوه پلان له مخې چې د جمعې په ورځ (د جون ۲۰مه) اعلان شو ولسمشر باراک اوباما د امریکا د چاپیریال ساتنې ادارې او کرنې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د شاتو مچیو او د ګلانو د ګردې د کمېدو د ستونزې د هواري لپاره په شپږو میاشتو کې یوه تګلاره جوړه کړي.

دغه راز له هغو بزګرانو سره د مالي مرستې اعلان هم وشو چې د شاتو مچۍ روزي.

ورته مطالب