پوتين د اوکراين د اوربند مشروط ملاتړ کړی

د انځور حقوق AP
Image caption اوکراين د دې لپاره اوربند اعلان کړی چې وسلوالو ته فرصت پيدا شي خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ويلي د اوکراین په ختیځ کې د سولې د هغه پلان ملاتړ کوي چې د اوکراین ولسمشر پېټرو پوروشينکو وړاندې کړی.

اوکرایني ولسمشر په خپل پلان کې د یوې اوونۍ یو اړخیز اوربند وړاندیز کړی او له وسلوالو مخالفینو یې غوښتي چې په دې موده کې باید خپلې وسلې پر ځمکه کېږي.

خو ولسمشر پوتین پر خپل اوکرایني سیال غږ کړی چې له وسلوالو مخالفینو سره باید خبرو ته چمتو شي.

ده ويلي که اوکراين داسې نه کوي نو د اوکراین په ختیځ کې د سولې تمه کول بې ځایه خبره ده.

تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ویلي وو چې د سولې په اړه د اوکراین د ولسمشر پلان په اصل کې د مخالفینو لپاره یو ضرب الاجل دی.

ښاغلي لاوروف ويلي دا ګام به ځکه څه نتیجه ور نه کړي چې اوکراین یو اړخیز اقدام کوي.

نوموړي وویل دا پلان د اوکراییني ولسمشر له هغو ژمنو سره په ټکر کې دی چې څه موده وړاندې یې له ولسمشر پوتین سره په مخامخ لیدنه کې کړې وې.

تر دې مخکې ښاغلي پیترو شینکو هيله څرګنده کړې وه چې ټولې خواوې د اوربند ملاتړ وکړي چې په پايله کې به يې په هېواد کې سوله ټينګه شي.

دی وايي: ''زه ټولو پوځیانو، ملي ځواکونو، پولیسو، سرحدي ځواکونو او ځمکنۍ بشپړتیا ساتلو ځواکونو ته امر کوم چې اور بند وکړي. موږ ډیر هیله من یو چې دغه امر به واوریدل شي''.

ښاغلي پيترو شينکو زياته کړه چې په جګړه کې ټولې ښکیلې خواوې او ټول هغه کسان به یې ملاتړ وکړي چې وسله لري.

دی وايي زه هیله لرم چې دا تاریخي چانس به په دونباس کې د سولې تینګښت لپاره وکارول شي.

د اوکراين ولسمشر دا هم ورغبرګه کړه چې د اروپا د امنیت او همکارۍ له سازمان به وغواړي چې د دغه اوربند څارنه وکړي.

ورته مطالب