عراق کې "داعش" د سوریې او اردن پولې هم نیولي

د انځور حقوق AP
Image caption د داعش جنګیالیو په وروستیو ورځو کې د عراق پراخه خاوره لاندې کړې ده

راپورونه وایي چې د "داعش" وسلوالې ډلې په لویدیځ عراق کې د سوریې او اردن سره تړلې مهمې پولې نیولي دي.

دا په "انبار" ښار کې د دغې ډلې وروستی پرمختګ دی.

داعش تر اوسه د عراق تر ټولو لوی ښار "انبار" کې په تېرو څو ورځو کې له ستراتیژیکي پلوه څلور مهم ځایونه تر خپل ولکې لاندې راوستي.

په دغو ځایونو کې له سوریې سره پر پوله د قایم کلی، رتبه، انا او راوا شامل دي.

په انبار ښار کې د "داعش" ډلې دا وروستی پرمختګ په دې مانا دی چې د عراق حکومت اوس په لویدیځه سیمه کې د خپلو ټولو پولو کنټرول له لاسه ورکړی دی.

بل اړخ ته له شمال نه راپورونه وایي چې د تل افار ښار هوايي ډګر هم د وسلوالو لاس ته لویدلی دی.

د عراق په شمال او لویدیځ کې د سني اسلامپالې ډلې "داعش" دغو وروستیو پرمختګونو د عراق حکومت او نړیوال یو څه اندیښمن کړي.

د انبار ښار یوه اوسېدونکي بي بي سي ته وویل چې وسلوالو جنګیاليو د انبار ښار ۹۰ سلنه سیمه تر کنترول لاندې نیولې.

د تېلو چاڼځی

د داعش جنګياليو په وروستيو ورځو کې د عراق پراخه خاوره لاندې کړې ده.

داعش دغه راز ادعا کوي چې د عراق د تيلو د تر ټولو ستر چاڼځي بيجي لويه برخه يې نيولې او دغه راز يې په مثنی کې له کاره لوېدلې د کېمياوي وسلو فابريکه هم نيولې ده.

دغه فابريکه د پلازمېنې بغداد د شمال لويديځ لوري په ۷۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

د شنبې پر ورځ حکومت يو ځلې بيا دا رد کړه، چې ګواکې ملېشو دې د بيجي چاڼځي يوه برخه نيولي وي، خو دا يې ومنله چې پوځ دغلته د وسلوالو له خونړيو بريدونو سره مخامخ دی.

په داسې حال کې چې له شمال نه پر بغداد فشار ساتل شوی، سني ملېشې اوس چمتووالی نيسي چې د لويديځ له لوري رخنه وکړي.

انبار ايالت تر ډېره قبيلوي دی او داعش جنګيالي وايي دوی دغلته له ځايي قومي مشرانو سره خبرې کوي چې پرته له وينو تويېدو ښارګوټي او کلي وروسپاري.

له جنورۍ مياشتې راهيسې دوی د فلوجې کنټرول په خپل لاس کې اخيستی دی، دغه سيمه له پلازمېن بغداد نه يوازې ۳۰ کيلومتره واټن لري.

داسې بريښي چې ملېشې اوس هڅه کوي فلوجه د فرات له ټولې درې او بغدا د سوريې له پولو سره وتړي او په دې توګه دغه پراخه سيمه د ځان لپاره خوندي کړي.