نایجریا کې وسله والو کسانو لس کلیوال وژلي دي

د انځور حقوق Reuters
Image caption بوکو حرام اورپکې ډلې په ۲۰۰۹ کال د نایجریا د حکومت پرضد وسله واله مبارزه پیل کړه.

د نایجریا د شمال ختیځ په یوه کلي کې لږترلږه لس تنه وژل شوي دي.

دغه پېښه له هغې سیمې سره په خوا کې شوې چې د اپریل په میاشت کې تر دوه سوه نجونې ترې تښتول شوې وې.

د سیمې اوسېدونکي وايي وسله والو کسانو له چیبوک ښاره شاوخوا څوارلس کلیومتره لېرې د کورونجنیم پر کلي برید وکړ چېرې چې د بوکوحرام اسلامپالې ډلې هغه نجونې ترې تښتولې وې.

یوه سیمه ییز مشر بي بي سي ته وویل وسله والو کسانو کورنجینیم کلي ته اور اچولی او له خاورو سره یې یو کړی دی.

راپورونه دغه راز وايي د بوکوحرام ډلې په سیمه کې د پنجشنبې په ورځ له یوه بل کلي، یازا هم سړي او نجونې تښتولي دي.

د روانې جون میاشتې په لومړیو کې د نایجریا په شمال کې عیني شاهدانو وویل، په وسلو سمبالو کسانو لږترلږه ۲۰ ښځې وتښتولې. د هغو تښتونو په اړه هم شکونه پر بوکو حرام اورپکې ډلې شوی وو.

عیني شاهدان په وینا هغه مهال، په وسلو سمبالو کسانو په زور د بورنو ولایت تلاشي ته څېرمه ښځې موټرو ته وخېژولې.

د ښځو پر تښتونې نړیوالو سخت غبرګونونه څرګند کړل. د نایجریا پر حکومت کلکې نیوکې وشوې، چې د تښتول شویو ښځو او نجونو د خلاصون لپاره له زړه کار نه کوي.

بوکو حرام اورپکې ډلې په ۲۰۰۹ کال د نایجریا د حکومت پرضد وسله واله مبارزه پیل کړه، چې ظاهراً یې هدف د اسلامي حکومت جوړول دي.

له ۲۰۰۹ کال راهیسې، د حکومت او بوکو حرام ډلې په بریدونو کې زرګونه ولسي وګړي وژل شوي.

ورته مطالب