مصر د الجزيرې ۳ خبريالان په بند محکوم کړي

Image caption په مصر کې د الجزيرې خبريالانو ته اوس د فعاليت اجازه نه شته ده

په مصر کې د الجزيرې درې خبريالان چې د اخوان المسلمين په ملاتړ تورن وو هر يوه ته يې اووه کاله د بند سزا ورکړای شوې ده.

په قاهره کې يوې محکمې پيټر ګرېسټ، محمد فهمي، او باهر محمد د ناسمو خبرونو په خپرولو او د منع شوې اسلامپالې ډلې په ملاتړ محکوم شوي دي.

د دريو بهرنيو خبريالانو په ګډون نهو کسانو ته چې شپږ يې د محکمې پر مهال نه وو لس، لس کاله بند ورکړای شوی دی.

تر دې وړاندې د استراليا لومړي وزير ټوني ابټ د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السيسي نه مخامخ غوښتي و، چې پيټر ګرسټ خوشی کړي.

د الجزيرې درې خبريالان چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې په مصر کې زنداني دي هر يوه ته يې اووه، اووه کاله د بند سزا اورول شوې ده.

ښاغلی محمد په يوه جلا پېښه کې هم چې له ځان سره يې وسله لرله د دريو کلونو بند پرې ختلی دی.

الجزيره وايي د ۲۰ تورنو کسان له ډلې يوازې نهه يې د دوی کارکوونکي دي او د راپور له مخې پاتې يې زده کوونکي او فعالين دي.

د دغو خبريالانو محکومولو داسې اندېښنې راټوکولي، چې ګواکې په مصر کې پر رسنيو محدوديت مخ په زياتېدو دی.

د نورو ۱۶ تورنو ترڅنګ پر ښاغلي فهمي او ښاغلي باهر تور دی چې له داسې يوې ترهګرې ډلې سره تړاو لري، چې 'ملي يووالي ته زيان رسوي'.

وروسته له هغه چې په قطر کې مېشت د الجزيرې چينل خبريالان تورن شول په مصر کې د دوی پر فعاليتونو بنديز ولګول شوي.

دغه شبکه تورنه ده چې د مصر له مخکني ولسمشر محمد مرسي سره خواخوږي لري، خو الجزيرې دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

پخپله د قطر هېواد د اخوان المسلمين ملاتړی دی او د مصر له اوسني حکومت سره چندان جوړ نه دی.

ورته مطالب