عراق د لويديځو پولو له لاسه وتل منلي دي

د انځور حقوق Reuters
Image caption راپورونه وايي ياغيانو د تلعفر په شمالي ښار کې مهم ستراتيژيک هوايي ډگر هم نيولى دى

عراقي دولت وروسته له هغه پر خپلو لوېدځيو پولو کنټرول له لاسه ورکړ، چې د داعش اسلامپالې سني ډلې له سوريې او اردن سره سرحدي بندرونه ونيول.

عراقي چارواکي وايي د رطبه مهم ښار څلور ساعته وروسته له هغه د ياغيانو لاس ته کېوت، چې د عانه او راوا ښارونو کې يې د القايم سرحدي سيمه ونيوله.

چارواکي وايي عراقي پوځ وروسته له هغه له سيمې ووت، چې د داعش جنګياليو له لوري پرې بريد وشو.

د عراقي پوځ يو وياند قاسم عطا ادعا وکړه، چې دا د ځواکونو يو تکتيکي شاته تگ و او بېرته به په سيمه ولکه ټينګه کړي.

"هو، عراقي ځواکونه په دوو هدفونو له سيمې ووتل، لومړى دا چې له لاسه وتلو سيمو ته بېرته ځي او دويم دا چې د ځواکونو د قوماندې او کنټرول چارې ډاډمنې شي او دې ته چمتو شي، چې په تعرض لاس پورې کړي او بېرته پر سيمه خپله بشپړه ولکه ټينگه کړي".

د راپورونو له مخې ياغيانو د تلعفر په شمالي ښار کې مهم ستراتيژيک هوايي ډگر هم نيولى دى.

د جون مياشتې په لومړيو کې د موصل ښار نېول کېدو له داعش سره مرسته وکړه، چې د عراق په لوېديځ او شمال کې پراخې سيمې ونيسي.

د سرحدي بندرونو نيولو داعش ته دا شونې کړه، چې عراق کې د جگړې بېلابېلو کرښو ته وسلې ولېږدوي.

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کېري قاهره کې د وينا پرمهال وويل داعش نه يوازې عراق ته، بلکې ټولې سېمې ته گواښ دى.

"داعش د تاوتريخوالي او ځپلو اېډيالوژي پرمخ بيايي. دا ډله نه يوازې د عراق لپاره بلکې ټولې سيمې ته گواښ ده. دا يوه مهمه شيبه ده. موږ په گډه له عراقي مشرانو غوښتنه کوو، چې فرقه يي اختلافونه يوې خواته کېږدي او يو داسې حکومت جوړ کړي، چې متحد وي او د خپلو خلکو د اړتياو د پوره کولو هوډ ولري."

امريکا چې ٢٠١١ کې خپل عسکر له عراقه وايستل دې هېواد ته ٣٠٠ پوځي سلاکاران استوي، چې له عراقي ځواکونو سره داعش سره په جگړه کې مرسته وکړي.

خو د ايران لوى مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي د يکشنبې په ورځ وويل، چې دى عراق کې د امريکا د هر ډول پوځي مداخلې مخالف دى.

ده واشنگټن تورن کړ، چې تر خپلې ولکې د عراق د راوستلو هڅه کوي او غواړي، چې لاسپوڅي يې عراق کې پر واک واکمن شي.

هغه عراق کې د مذهبي اختلافونو خبره رد کړه او ويې ويل، چې اصلي لانجه د هغو کسانو چې غواړي عراق د امريکا لمنې ته وغورځوي او د هغو چې د يوه خپلواک عراق غوښتونکي دي ترمنځ ده.

ورته مطالب