څېړونکي: اندېښنه د زړه د حملې لامل ګرځي

د انځور حقوق corbi
Image caption څېړونکي وايي، که څه هم په عادي حالت کې د وینې سپینې ژونکې ګټورې دي، خو ډېرېدل او افراط یې د هر افراط په څېر زیان رسوي.

په امریکا کې څېړونکو ویلي، د اندېښنې او د زړه د حملې او د وینې د پرڼ کېدو ترمنځ د تړاو په اړه نویو موندنو ته رسېدلي دي.

څېړونکي وايي، اندېښنه په وینه کې داسې سپینې حجرې رامنځ ته کوي، چې په عادي حالت کې د بدن د دفاع کار کوي، خو په زیاتېدو یې ځینې د شریانونو پر دېوالونو سرېښېږي، چې په دې سره شریانونه بندېږي او وینې د پرڼ کېدو او د زړه د حملې لامل کېدای شي.

د هاروارد طبي پوهنتون استاد او څېړونکي ماتیوس ناریندورف ویلي، د وینې سپینې ژونکې "د ناروغۍ د نه سرایت او درملنې لپاره مهمې دي، خو که چېرې په ناسم ځای کې زیاتې شي، زیانمنوونکې تمامېږي".

ډاکټران له ډېر وخت راهیسې د اندېښنې او د زړه د ناروغیو او شریانونو د بندېدو په اړه څېړننې کوي، خو دې پایلې ته تر اوسه نه وو رسېدلي، چې اندېښنه نېغ په نېغه پر زړه ناوړه اغېز کوي.

د دواړو ترمنځ د تړاو موندلو لپاره، ناریندورف له ۲۹ نورو ډاکټرانو سره دغه څېړنه وکړه.

ډاکټرانو د کاري وخت او د وزګارۍ پر وخت د خلکو د وینې ازموینې وکړې، خو دې پایلې ته ورسېدل، چې د اندېښنې او د دفاعي سیستم ترمنځ ارومرو تړاو شته.

دوی وايي، د اندېښنې په زیاتېدو په وینه کې سپینې ژونکې زیاتېږي.

څېړونکي وايي، که څه هم په عادي حالت کې د وینې سپینې ژونکې ګټورې دي، خو ډېرېدل او افراط یې د هر افراط په څېر زیان رسوي.

ورته مطالب