نایجریا کې چاودنې ۲۱ کسان وژلي

ابوجا کې چاودنه د انځور حقوق AFP
Image caption پولیس وايي، یو شکمن کس یې په چاودنه کې د لاس لرلو په تور نیولی.

د نایجریا پلازمېنې ابوجا د ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سوداګریزه سیمه کې چاودنې ۲۱ کسان وژلي او ۵۲ نور یې ټپیان کړي دي.

چاودنه د ابوجا پانیکس خرڅلاو ته څېرمه شوې ده.

پولیس وايي، یو شکمن کس یې په چاودنه کې د لاس لرلو په تور نیولی.

تر اوسه د دغې چاودنې مسؤولیت چا نه دی منلی، خو بوکو حرام اسلامپاله ډله تر د دا ډول بریدونو پړه ګڼل کېږي.

په ابوجا کې د بي بي سي خبریال مصطفی محمد وايي، د مایماتا ولسوالۍ په روغتون کې یې د ۱۲ نارینه اوو ښځو مړي لیدلي، خو ګڼ نور کسان سخت سوځېلي دي.

د چایماک اوهام په نامه یوه عیني شاهد بي بي سي ته ویلي، د یوې سترې چاودنې غږ یې واورې، چې ټوله ودانۍ یې ولړزوله، خلکو چیغې وهلې او هرې خوا ته یې منډې کړې:

"لوګی مو ولید، خلک په وینو کې لت پت پراته وو، ډېره ګډوډي وه".

په چاودنه کې خرڅلاو ته څېرمه ګڼ شمېر درول شوي موټر هم سوځېدلي او د ودانیو ښیښې ماتې شوې دي.

د نایجریا حکومتي ویاند مایک اومري ویلي، چاودنه د یوه ماین له کبله رامنځ ته شوې.

بوكو حرام

که څه هم د مخکنیو بریدونو مسؤولیت بوکو حرام پر غاړه اخیسته، خو تراوسه یې د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

په تېر اپریل کې هم د ابوجا د بسونو په یوه تمځي کې چاودنې تر ۷۰ ډېر کسان ووژل، چې مسؤولیت یې بوکو حرام واخیست.

او په تېره مې کې بیا بوکو حرام د موټرو یوه اډه والوځوله، چې ۱۹ کسان پکې ووژل شول او ۶۰ نور ټپیان شول.

د نایجریا په شمال کې له یوې مدرسې د بوکو حرام له خوا د څه باندې ۲۰۰ نجونو تر تښتولو وروسته، د دغې ډلې په اړه نړیواله اندېښنه ډېره شوه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د زورورې چاودنې له کبله د نژدې ودانیو ښیښې ماتې شوې
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption چاودنه د سیمې د خلکو د ګڼې ګوڼې په یوه سوداګریر ځای کې شوې
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption زیاتره ټپیان د میتاما عمومي روغتون ته وړل شوي

ورته مطالب