مایکروسافټ د انډرویډ په سیستم موبایل جوړوي

د انځور حقوق Nokia
Image caption مایکروسافټ د تېر اپریل پر ۲۵ د نوکیا شرکت له خوا د نوي موبایل جوړولو لپاره د ۵.۴ میلیارد یورو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړ.

مایکروسافټ شرکت د انډرویډ په سیستم د یوه داسې ګرځنده تیلېفون جوړولو نیت لري، چې د "کلاوډ" یا ورېځې په سیستم کار وکړای شي.

دغه تیلېفون د نوکیا په بڼه جوړېږي.

د ګوګل له خوا د انډرویډ چلیځ سیستم تر ډېره د مایکروسافټ "وینډوز فون" د چلیځ سیستم قوي سیال ګڼل کېږي.

مایکروسافټ وايي، "نوکیا اکس ۲" په لومړي چالانېدو سره یو شمېر مهم پروګرامونه ولري.

یوه کارپوه ویلي،

د "مخابراتو مشورو" (سي سي ایس انسایټ) بنسټ غړي بن ووډ وايي، دا د انډرویډ لپاره د مایکروسافټ له خوا ښه ګام دی، خو ښکاري چې د جوړېډو لپاره یې ټینګ عزم شته".

دی زیاتوي: "باوري یم چې د نوي موبایل قیمت به هم کم وي".

مایکروسافټ د تېر اپریل پر ۲۵ د نوکیا شرکت له خوا د نوي موبایل جوړولو لپاره د ۵.۴ میلیارد یورو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړ.

"پروګرامونو کې نیمګړتیا"

اکس ۲ د "اکس" موبایل دویمه بڼه ده، چې په تېره فبرورۍ کې پیل شوی دی.

د "جي ایف کې" شرکت د اعلان له مخې، د "اکس" موبایل اصلي بڼه تر ډې پاکستان کې خرڅېږي، خو په هند هم ډېر مینه وال لري.

اوس په روسیه، کینیا او نایجریا کې هم ښه خرڅلاو لري.

په نوي موبایل کې لاندې ځانګړنې شته:

  • لویه ښیښه (۴.۳ انچه)
  • ۱ ګېګا اضافي "رام"
  • قوي بیټرۍ
  • مخ ته اضافي کامره

په راتلونکي جولای کې به دغه موبایل بازار ته تر وړاندې کېدو وروسته په ۹۹ ډالر خرڅېږي.

په موبایل کې له لا له وړاندې د مایکروسافټ د سکایپ، اوټلوک، ون ډرایو په څېر ځینې اپلېکېشنونه انسټال وي.

په مایکروسافټ کې د ګرځنده تیلېفونونو د خرڅلاو د برخې مرستیالې مشرې جوسي نیوانلینا بي بي سي ته وویل "د مایکروسافټ د "ورېځې" سیستم ته د خلکو د جذبولو دا لړۍ د دې تګلارې اصلي محور ګڼل کېږي".

ورته مطالب