د لیبیا د بشري حقونو مدافعه وژل شوې

د انځور حقوق nationaldialogue

د لیبیا په پارلماني ټاکنو کې تر ګډون کولو وروسته، ددغه هېواد په ختیځ بنغازي ښار کې د بشري حقونو یوه مدافعه سلوی بوقعیقیص د ناپېژاندو وسله والو په ډزو وژل شوې او مېړه یې ورک شوی دی.

د لیبیا پارلماني ټاکنو کې تر نیمايي کمو هغو خلکو رایې ورکړې، چې د رایې ورکولو حق یې درلود.

د لیبیا امنیتي سرچینې وايي، په پوځي جامو کې وسله والو، چې یو یې مخ پټی و، د سلوی بوقعیقیص کور ته ننوتي او هغه یې وژلې ده.

سلوی د معمر قذافي له ډېرو سرسختو مخالفانو څخه وه.

پېښه د تېرې چارشنبې پر ورځ پر ځايي وخت تر ماسپښین وروسته شوې ده.

که څه هم آغلې بوقعیقیص ټپي شوې وه، خو روغتون ته تر رسول کېدو وروسته یې ساه ورکړې ده.

د هغې یو ساتونکی هم ویشتل شوی، چې روغتیايي وضعیت یې ناوړه دی.

د بوقعیقیص د کورنۍ یوه غړي ویلي، د سلوی مېړه د برید پروخت په کور کې و، تر برید وروسته ورک شوی، او تیلیفون یې هم کار نه کوي.

سلوی بوقعیقیص د معمر قذافي د حکومت پرځولو او د ۲۰۱۱ کال د پاڅون په مبارزه کې ډېره فعاله وه.

آغلې بوقعیقیص د لنډمهالې ملي شورا غړې هم وه.

په لیبیا کې د امریکا سفیر د هغې وژنه یوه دردوونکې پېښه بللې ده.

د ۲۰۱۱ کال له پاڅون وروسته، د بنغازي په ګډون د لیبیا ډېری ختیځې سیمې د سخت دریځو اورپکو او ناقانونه وسله والو ملېشو له کبله سختې ناامنې شوې دي.

سلوی بوقعیقیص تر وژل کېدا مخکې، پارلماني ټاکنو کې ګډون کړی و، او په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون کولو لپاره یې کمپاین کاوه، چې پر خپلې فېسبوک پاڼې یې په یوه مرکز کې د رای اچونې خپل انځور هم خپور کړی و.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ټاکنیزو کارکوونکو تر رای اچونې صندوقونه وتړل
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption که څه هم ټاکنې د دولت د پیاوړتیا لپاره وې، خو ډېرو خلکو پکې ګډون ونه کړ

ورته مطالب