په ډېرو اسلامي هېوادونو کې روژه یکشنبه پیلېږي

Image caption د روژې پیل او د میاشتې لیدل تل د اسلامي هېوادونو تر منځ یوه ناندریزه مسئله ده

د سعودي دیني ادارې ویلي چې یکشنبه د جون ۲۹مه به د روژې لومړۍ ورځ وي.

په افغانستان کې چې په دودیز ډول روژې او اخترونه له سعودي سره هم مهاله لمانځل کېږي، سترې محکمې ویلي چې روژه به پر یکشنبه پیلېږي.

د مصر دارالافتاء هم ویلي چې د روژې میاشت د جمعې پر ورځ ونه لیدل شوه نو "شنبه د جون ۲۸مه به د شعبان وروستۍ او د جون ۲۹مه به د روژې لومړۍ ورځ وي".

همداراز د خلیج په نورو هېوادونو کویټ، متحده عربي امارات، قطر او بحرین او هم اردن، فلسطين، لیبیا، اندونيزیا، جنوبي کوریا، مالېزیا او اسټرالیا کې به هم یکشنبه د روژې لومړۍ ورځ وي.

په یمن، ترکیه، بلژیک، روسیه، ايټالیا او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو کې بیا شنبه د روژې لومړۍ ورځ ده.

پر دې سربېره په لبنان کې بیا د شیعه ګانو مشر ایات الله محمد حسین فضل الله اعلان کړی چې شنبه به د روژې لومړۍ ورځ وي.

په پاکستان کې اټکل دی چې د مفتي منیب الرحمان په مشرۍ د میاشتې لیدلو اداره (رویت هلال کمېټه) به د شنبې پر ماښام په کراچۍ کې د میاشتې د څرک لپاره کېني.

په هند کې هم د ورته حالت خبره ده چې د میاشتې لیدلو هڅه به په کې د شنبې پر ورځ کېږي چې په ډاګه شي د روژې لومړۍ یکشنبه او که دوشنبه ده.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د روژې د راتلو په اړه د امریکا او نړۍ ټولو مسلمانانو ته د نېکو هیلو څرګندونه کړې ده.

ده په یوه اعلامیه کې ویلي، هېواد یې د امریکا اسلامي سازمانونو، د خپلو مسلمان وګړو او کاروبارونو منندوی دی چې خیریه کارونه او ټولنیز خدمتونه ترسره کوي.

د روژې پیل او د اختر ورځې ټاکل تل د اسلامي هېوادونو تر منځ یوه ناندریزه مسئله ده او آن دیني پوهان هم نه دي توانېدلي چې د حل لپاره یې لار راوګوري.

ورته مطالب