اوکراين له بيلتونپالو سره اوربند وغځاوه

د انځور حقوق Reuters
Image caption اوکراين د يوې اوونۍ اوربند د دې لپاره کړی و، چې بيلتونپالي وسلې پر ځمکه کېږدي

د اوکراين ولسمشر پيترو پوروشېنکو د هېواد په ختيځ کې له روس پلوو بيلتونپالو سره د يوې اوونۍ اوربند د دريو نورو ورځو لپاره غځولی دی.

ښاغلی پوروشېنکو وايي دی د سولې په پلان کې د پرمختګ په هيله دی.

ټاکل شوې وه د اوربند دا ټاکل شوې موده بېګاه پای ته ورسېږي، خو هغه مهال چې بيلتون غوښتونکو د اروپا له امنيتي منځګړو سره د اوربند غځولو ته غاړه کېښوده، نو د اوکراين ولسمشر يې غځولو ته غاړه کېښوده.

ولسمشر پوروشينکو ځيني شرطونه وړاندې کړې دي او وايي راتلونکو ۷۲ ساعتو کې يې پوره کېدل غواړي او ياغيان وايي غير مستقيم خبرو ته نور وخت ورکول غواړي.

بل خوا د اروپايي ټولنې مشرانو تر راتلونکې دوشنبې پورې روسيې ته وخت ورکړى چې د اوکراين په اړه خپله تگلاره بدله کړي يا به پرې سخت بنديزونه لگول کيږي.

د اکراين ولسمشر هيله وښودله هيله من دى چې د نورو بنديزونو پر ځاى به خبرې کيږي.

د روسېې ولسمشر بيا د اوږدې مودې اوربند غږ کړى چې په دې ډول د اوکراين د حکومت او ياغيانو ترمنځ خبرې وشي.

پيترو پورو شينکو د تېرې يوې اوونۍ اوربند د دې لپاره اعلان کړ، چې په خبره يې روس پلوو ملېشو ته فرصت پيدا شي چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

خو ظاهرآ تر اوسه داسې نه بريښي چې وسلوالو ياغيانو دې خپلې وسلې پر ځمکه اېښې وي او د اوکراين غوښتنه دې منلې وي.

په ډونېڅک او لوهانڅک کې وروسته له هغه ځايي خلک له اوکراین نه جلا شول، چې کريميا د يوې ټولپوښتنې په پایله کې له روسيې سره يو ځای شوه.

د دغو سيمو خلک وايي د اوکراين حکومت دوی ته ډېر پام نه کوي او د ستونزو په هوارولو کې ورسره مرسته نه کوي.

ورته مطالب