'داعش' خپل مشر د ټولو مسلمانانو 'خليفه' بللی

د انځور حقوق AFP
Image caption د داعش وياند له ټولو مسلمانانو وغوښتل هر چېرته چې وي د مسلمانانو د خليفه په توګه له ابوبکر البغدادي سره خپل بيعت اعلان کړي

په عراق او سوريه کې اسلامي دولت 'داعش' ډلې خپل مشر ابوبکر البغدادي د نړۍ د ټولو مسلمانانو مشر ''خليفه'' بللی دی.

يوه وېډيو چې پر انټرنټ خوره شوې د داعش وياند ابو محمد عدناني اعلان کړی دی چې د دغې ډلې شورا غونډه کړې او د 'اسلامي خلافت' او د مسلمانانو لپاره د خيلفه ټاکلو پرېکړه يې کړې ده.

ده په ويډيو کې د داعش له لوري د خليفه په توګه د البغدادي يادونه کړې او پخپله ابوبکر بغدادي هم دا انتخاب 'قبول' کړی او خپل ځان يې د نړۍ د مسلمانانو مشر بللی دی.

د داعش له لوري په خپره شوې ويډيو کې د ابوبکر البغدادي بشپړ نوم ابراهيم بن عواد بن ابراهيم بن علي بن محمد بدري هاشمي قريشي حسيني ياد شوی دی.

د دغې ډلې وياند ابو محمد عدناني په هغه ويډيو کې چې د 'پولو ماتېدل' نوم ورکړای شوی اعلان وکړ چې اسلامي خلافت جوړ شو او هغه پولې چې برتانيا له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په منځني ختيځ کې کښلې وې له منځه تللې دي.

ده له ټولو مسلمانانو وغوښتل هر چېرته چې وي د مسلمانانو د خليفه په توګه له ابوبکر البغدادي سره خپل بيعت اعلان کړي.

د جهاديانو هيله

د داعش توندلارو جنګياليو له درې اوونۍ په کمه موده کې د موصل او تکريت په څېر مهم ښارونه نيولي دي.

دوی وروسته له دې خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړ او اوس د دغه هېواد د يو شمېر سرحدونو په ګډون د عراق پراخه سيمه تر خپلې ولکې لاندې لري.

د داعش وياند د خپلو تازه څرګندونو په يوه برخه کې د ''خلافت'' جوړېدل د 'ټولو مسلمانانو د زړه ارمان' او د 'ټولو جهاديانو هيله' بللې ده.

ده زياته کړه چې له دې وروسته به د دوی ډله په اسنادو او مکتوبونو کې د 'عراق او سوريې د اسلامي دولت' پر ځای ''اسلامي دولت'' کاروي.

سني مسلمانان، څلور مشران چې د اسلام له پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم وروسته يې د مسلمانانو مشري کوله ''خليفه'' بولي او وروسته له هغه د امويانو او عباسيانو د واکمنۍ دوه لړۍ هم ''خلافت'' نومول شوې وې.

په اسلامي نړۍ کې د خلافت وروستۍ لړۍ په نننۍ ترکيه کې 'عثماني' دوره وه چې په ۱۹۲۴ کې پای ته ورسېده.

ورته مطالب