تاجک چارواکي د طلاق حل پخلی بولي

Image caption چارواکي وايي په لېسو کې يې نجونو ته تنورونه ايښي دي چې پخلی زده کړي

د تاجکستان په شمالي ولايت صغد کې په ښوونځيو کې نجونو ته د کور کارونه او پخلی ورښوول کېږي، چې په هېواد کې د طلاق کچه راکمه شي.

د يوې ځايي وېبپاڼې فرغانه ډاټ د راپور له مخې د صغد ولايت د والي عبدالرحمان قدوري په امر دغلته د ۹۱۲ لېسو نه په ۵۳۰ لېسو کې د خټو تنورونه ايښودل شوي چې نجونې په کې ډوډۍ پخول زده کړي.

په دغه ولايت کې لا له وړاندې په ۸۴۰ ښوونځيو کې د (منتو) او (پلو) پخولو لپاره چې دغلته ډېر دود دي، منقلونه ايښودل شوي دي.

له دې پرته د ښوونځيو په ديوالونو زينتي توکي لګول شوي او د غاليو اوبدلو ماشينونه هم شته.

د والي قدوري مطبوعاتي مشر مظفر يونوسو فرغانه وېبپاڼې ته ويلي چې د دغو ګامونو هدف دا دی چې کورنۍ له جنجالونو خلاصې وي.

ښاغلی يونوسو وايي دغلته ښځو ته د طلاق ورکولو يو لامل دا دی چې پخلی نه شي کولی.

د رسمي شمېرو له مخې په وروستيو کلونو کې په دغه ولايت کې د طلاق کچه زياته شوې، خو دغه وېبپاڼه وايي چې په ۲۰۱۲ کال کې د ودونو د ثبت اندازه هم کمه شوې ده.

د حکومت د دې ګام له امله ځينې ښوونکو او ډاکټرانو اندېښنه په ډاګه کړې ده.

دوی وايي نجونو ته د تربيې او کورونو د کارونو ښوول پر ځای ګام دی، خو د دغو ګامونو ساحه بايد ډېره محدوده وي.

دوی په دې اند دي چې د طلاق لامل بايد يوازې ناوې و نه پېژندل شي.

په دغه ولايت کې د مرکزي روغتون ډاکټر فروغت سودردنوا وايي: ''د تعليم نه لرل هم يوه مساله ده، ځکه په ځينو برخو کې نجونې ليک لوست کولی شي او هلک زده کړې نه لري او له همدې امله کورنۍ جلا کېږي''.

د کهجند د زده کړو مرکز مشر ښوونکی فيضلو فيضاويو د طلاق کچې د زياتېدو په اړه وايي پخلی او د خوړو پخول د طلاق مهم لامل نه دي، بلکې مهم لامل يې پيسې دي.

دی وايي: ''که موږ غواړو د طلاق ګراف راښکته کړو او بيا يې له منځه يوسو نو په کار ده چې خلکو ته داسې دندې پيدا کړو چې تنخواوې يې ښې وي''.

ورته مطالب