د ایټالیا ساحل کې ۳۰ جسدونه موندل شوي

د انځور حقوق THINKSTOCK
Image caption ویل کیږي، چې په بیړۍ کې سپاره کسان د ساه د بندیدو له امله له مرګ سره مخامخ شوي

د ایټالیا چارواکي وايي، د دوی سمندري ځواکونو د کب نیولو په یوې بیړۍ کې يې د خلکو ۳۰ جسدونه پیدا کړي.

دا بیړۍ د شمالي افریقا له ساحلي برخې سسلي ته روانه وه، او په دې کې هغه کسان سپاره وو، چې په ناقانونه توګه يې خپل هېواد پرېښی وو.

د ایټالیا یوه خبري اژانس د ساحل ساتوونکو له خولې لیکلي، چې ژغورونکو په بیړۍ کې لږترلږه ۵۹۰ کسان په داسې حال کې موندلي چې ډېر ستړي او ناتوانه وو، چې دوه مېندواره مېرمنې هم په کې وې.

ویل کیږي، چې په بیړۍ کې سپاره کسان د ساه د بندیدو له امله له مرګ سره مخامخ شوي.

دا لومړی ځل نه دی چې ایټالیایي ساحل ساتوونکي د هغو کسانو مړي پیدا کوي چې د روزکار موندلو په موخه له وطن نه بیل شوي او ایټالیا ته يې مخه کړې خو دا لومړی ځل دی چې په دومره لوړه کچه جسدونه پيدا کوي.

د فرانسې خبري اژانس په خبره بیړۍ د ایټالیا سسلي سمندر سوېل ختیځ ساحل پوزوالو ته روانه وه.

د تېرې اوونۍ په بهیر کې ایټالیايي ځواکونو له۱۶۰۰ ډېر هېواد پرېښودونکي کسان ژوند ژغورلي وو. په دې ډول په روان کال کې ایتالیا ته د راغلو کډوالو شمېر له ۶۰ زرو ډېر شوی دی.

تېر کال د کارموندنې په موخه اروپا ته د تلونکو افریقايانو يوه بیړۍ چې د ایتالیا ساحل ته څېرمه د اور اخیستنې نه وروسته ډوبه شوه ۱۳۰ کسان یې ووژل شول.

کار پوهان وايي، کله چې د سمندر موسم ښه وي نو هره ورځ د افریقا او منځني ختیځ نه مهاجرین د ایتالیا شمالي ساحل ته رسیږي.

او هغه بیړۍ له خطر سره مخ کیږي چې له حد نه ډېر کسان په کې سپاره وي او له پخوا نه خلک د بیړیو د ډوبیدو له امله وژل کیږي.

ورته مطالب