مریخ ته د ورتلو لپاره د ناسا نوې تجربې

د انځور حقوق NASA
Image caption اوس ناسا د دې وس لري چې د مريخ په سطحه نيم ټن لرونکې بیړۍ ښکته کړي

د امریکا فضاي سازمان ناسا په راتلونکې کې مریخ ته د فضایي بیړیو د استولو په ټکنالوژي کې لویه بریا تر لاسه کړې.

ناسا د الوتونکې تبۍ په څېر یوه فضايي بیړۍ د بالون په مرسته فضا ته واستوله.

په دې بیړۍ کې یو پراشوټ هم نصب شوی تر څو چې د موخې ځای یعنی مریخ ته د ښکته کیدو په وخت کې د سرعت په کمیدو کې مرسته وکړي.

د دې فضاي ماشين نوم ایل ډی ایس ډي دی او دا یې ارام سمندر کې د ۳۵ کیلومتر په لوړوالي کې له توغندي نه بیل کړ.

سیمې ته بېلابېل ټیمونه استول شوي وو تر څو د بیړۍ الوتنه ثبت کړي او دا بهیر په سمه توګه وڅیړي.

د شنبې په ورځ په امریکا کې دا ازمایښت په بریالي توګه تر سره شو او ټولو وسايلو سم کار کاوه، خو یوازې پراشوټ په بشپړ ډول خلاص نه شو.

ناسا دا هیله څرګنده کړې چې د دې تجربې په مرسته به په راتلونکې کې مریخ ته د لا ډېر وزن لرونکې بیړۍ په ښکته کیدو کې مرسته وشي.

اوس ناسا د دې وس لري چې د مريخ په سطحه نيم ټن لرونکې بیړۍ ښکته کړي.

که چیرې انسان وغواړي مریخ ته لاړ شي نو د دې نوې تیکنالوژي په مرسته کولی شي چې تر لس ټنه وزن لرونکې بیړۍ په مریخ کې کښېني.

له دې مخکې ناسا په ۲۰۱۲ کال کې مریخ کې یو روبوټک ماشين (کیورسټي) ښکته کړی و. دا ماشين د دې موخې لپاره استول شوی و چې د کېناسو شاوخوا سيمه وڅاري چې ایا پخوا د اوسیدو کومې نښې نښانې موجودې وې که څنګه.

ورته مطالب