دلیپ کومار تر محکمې ورسید

د انځور حقوق Saira Bano
Image caption دلیپ کومار دغه ادعا د خپلې مېرمنې سایره بانو په لاس محکمې ته وړاندې کړې ده

د هندي فلمونو وتلی لوبغاړی دلیپ کومار د جاییداد پر سر د خپلو دوو وروڼو سره مخالفت کې تر محکمې ورسید.

یوې انګلیسي ژبې ورځپاڼې لیکلي، د دلیپ کومار دوو وروڼو ۸۲ کلن احسان او ۸۰ کلن اسلم ادعا کوي، چې دلیپ کومار دوی دواړو ته د دوو اپارتمانونو ورکول منلي و.

خو اوس دلیپ کومار د خپلې مېرمنې سایره بانو په لاس محکمې ته وړاندې شوې عریضې کې ویلي چې ده سره وروڼو ته د ورکولو لپاره هېڅ کوم کور او پېسې نه شته.

د نوموړي په عریضه کې دا هم ویل شوي، چې خپلو وروڼو سره یې دا ژمنه د خواخوږۍ له مخې کړې وه، خو وايي وروڼه یې اوس غواړي له دې ژمنې ناوړه ګټه پورته کړي.

دلیپ کومار د دغه راز وايي، په کومه ماڼې کې چې له خپلې مېرمنې او وروڼو سره اوسېده، هغه ده په ۱۹۵۳ کال کې په خپلو پېسو رانیولې ده.

دلیپ کومار دغه ادعا د خپلې مېرمنې سایره بانو په لاس محکمې ته وړاندې کړې ده.

ورته مطالب