"د روسیې اقتصادي وده صفر ته ښکته شوې"

د انځور حقوق Getty
Image caption له روسيې تر ۸۰ بيليونه ډالرو ډېرې پېسې وتلې دي

د پيسو نړېوال سازمان (ای ايم ايف) وايي، د روسيې اقتصادي وده د امريکا متحده ايالاتونو او اروپايي اتحاديې له خوا د لگول شويو بنديزونو تر اغيز لاندې ورو شوې او صفر ته ښکته شوې ده.

د ای ايم ايف رپوټ وايي، له روسيې سره د کرېميا له يوځاى کېدو وروسته د روسيې د جگپوړو چارواکو د شتمنيو کنگل کول او هغوى ته د ويزې پر ورکړې بنديز د پانگوالو باور خورا زيانمن کړ دی.

راپور وايي، د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې له روسيې تر ۸۰ بيليونه ډالرو ډېرې پېسې وتلې دي.

جيوپولتيک تاوتريخوالي روسي کمپنيو ته گرانه کړې چې نړيوالو مارکيټونو کې پانگونه وکړي.

د پېسو نړيوال صندوق دارنگه باور لري چې د روسيې لپاره د اصلاحاتو راوستل هم له دې کبله گران شوي چې پر نړۍ د تکيه کولو پر ځاى ډېره پاملرنه يې د ځان پر بسياينې ده.

خو روسي چارواکي وايي، دوى به وکولاى شي چې د روان کال تر پايه پر ټولو منفي اړخونو لاس بري شي او د هېواد اقتصادي وده به يوې سلنې ته پورته شي.

اروپایي ټولنې او امریکا د کریمیا له کړکېچ وروسته پر ځینو روسي چارواکو او سوداګرو اقتصادي او سفري بندیزونه ولګول، او پر روسیې يې د لویو بندیزونو لګولو ګوتڅنډنه هم کړې وه.

ډېر کله اقتصادي بندیزونه هغه هېوادونه هم زیانمنوي چې لګوونکي يې دوی په خپله وي.

روسیه اروپا ته تر ټولو ډېره انرژي صادروي او د نړۍ په کچه د تېلو دریېم لوی تولیدونکی هېواد دی.

خو د دغو اقتصادي بندیزونو له لګولو وروسته سملاسي د سوداګرۍ نړېوالو بازارونو کې د روسیې د ونډو بیې وغورځېدې.

ورته مطالب