"د سوېلي سوډان کړکېچ به ۴ میلونه خلک اغېزمن کړي"

  • 3 جولای 2014 - 12 چنګاښ 1393
د بېړنیو پېښو د کمېټې په نامه یو بنسټ وايي، په سوېلي سوډان کې له روان کړکېچ سره د مبارزې لپاره پوره امکانات نه لري.

برتانوي مرستندویه بنسټونو خبرداری ورکړی، چې په سوېلي سوډان کې راتلونکې میاشت ښايي شاوخوا څلور میلونه وګړي د خوړو له کمښت سره مخامخ شي.

د دغه هېواد ولسمشر وار له مخه د یوې سختې قحطۍ د راتلو خبرداری ورکړی دی.

له تېرې ډسمبر میاشتې راهیسې د سوېلي سوډان د واکمن ګوند د بېلابېلو ډلو تر منځ د نښتو د پیلېدو له مهاله تر یو میلون زیات خلک له خپلو کورونو تښتېدلي دي.

له هغه مهاله تر اوسه په دغه شخړه کې زرګونه خلک وژل شوي دي.

دا لانجه د سوېلي سوډان د ولسمشر سلوا کییر او د هغه د لرې کړل شوي مرستیال ریک ماچار تر منځ د یوې سیاسي شخړې په توګه پیله شوه، خو وروسته په قومي تاوتریخوالي بدله شوه.

د بېړنیو پېښو د کمېټې په نامه یو بنسټ چې ۱۳ برتانوي مرستندویه ادارې یې په اډانه کې په ګډه کار کوي وايي، له روان کړکېچ سره د مبارزې لپاره پوره امکانات نه لري.

د دغه بنسټ په خبره، د دغه کړکېچ په یوه ستر ناورین باندې د بدلېدو د مخنیوي لپاره چې دوی د پیسو کومې کچې ته اړتیا لري د هغې تر نیمیايي کمې په واک کې لري.

دغه بنسټ د نړیوالو کارپوهانو د شننو پر بنسټ ویلي "که په سوېلي سوډان کې شخړه روانه پاتې شي او نورې مرستې ور و نه رسول شي، داسې ښکاري چې تر اګسته به د دغه هېواد ځینې ځپل شوې سیمې له قحطۍ سره مخامخ شي."

دوی وړاندویېنه کوي، چې له دغه کړکېچ سره د مخ کېدو لپاره د ۱۹۴ میلونو ډالرو مرستو ته اړتیا ده چې تر اوسه دوی یوازې ۵۶ میلونه ډالر تر لاسه کړي دي.

د بېړنیو چارو د همغږۍ بنسټ یوه چارواکي صالح سعید ویلي "موږ دې ته ډېر اندېښمن یو، چې د دغه کړکېچ له ښه خبري پوښښ سره سره په دې اړه په برتانیې کې ولسي پوهاوی ډېر کم دی چې له کبله یې د مرستو لپاره د بریالۍ غوښتنې ترسره کېدل سخت کړي دي."

دغه بنسټ د مرستو ټولولو لپاره د رسنیو ونډه ډېره مهمه بللې، ځکه په وینا یې له ولسه د چندې له ټولولو نیولې تر لویو حکومتي مرستو پورې تر ډېره د رسنیو په پوښښ پورې اړه لري.

د کارپوهانو د وړاندویېنو له مخې له اګسته تر نومبره به د دغه هېواد لپاره ډېرې سختې میاشتې وي.

دا چې دغه وړاندویېنې به څومره اغېز ولري یوه په زړه پورې خبره ده، خو تر اوسه لا سمه روښانه نه ده.

تېره میاشت یوه مخکښ امریکايي څېړنیز بنسټ داسې شمېرې خپرې کړې، چې له مخې یې سوېلي سوډان د نړۍ د نازکو دولتونو په نوملړ کې د سر ځای درلود.

ورته مطالب