برما کې دویمه ورځ هم فرقه ییزې شخړې شوې

Image caption ځايي رپوټونو کې ویل شوي و، چې پېښه کې درې بدایان ټپیان شوي او یو مسلمان په ډزو لګېدلی.

د برما په مندالې ښار کې د تازه فرقه ییزو شخړو په دویمه شپه دوه تنه وژل شوي دي.

سلګونه پولیس وروسته له هغه دغه ښار ته رسیدلي چې د ورانکارو بودایانو ډلې په دغه ښار کې پر موټرو ، دوکانونو او جوماتونه بریدونه وکړل.

چارواکو ویلي یوه ډله مسلمانانو یو بودایی په توره وواهه او له هغه څو ساعته وروسته یو مسلمان د سهار لمانځه لپاره جومات ته پر لاره و چې ووژل شو.

تازه تاوتریخوالی د چارشنبې په ماښام هغه مهال پیل شو کله چې اوازه شوه چې دوه مسلمانانو پر یوې بودایي مېرمنې جنسي تېری کړی دی.

تېره ورځ ( جولای دویمه ) د برما دویم لوی ښار مندالې کې هغه مهال د مسلمانانو یو شمېر دکانونو او یوه جومات ته زیان واوښت، چې یو پولیس د بدیانو هغې ډلې مخنیوي لپاره ورغلل، چې په لرګینو او اوسپنیزو کوتکو سمبال وو او غوښتل یې پر یوه ډله مسلمانانو برید وکړي.

ځايي رپوټونو کې ویل شوي و، چې پېښه کې درې بدایان ټپیان شوي او یو مسلمان په ډزو لګېدلی.

له تېرو دریو کلونو راهیسې د بدایانو او لږکۍ مسلمانانو، تر منځ پرله پسې د توکمیز تاوتریخوالي پېښې رامنځته شوې.

د برما مسلمانان معمولاً میانمار هم بلل کېږي، چې ډېرې یې په لوېدېځ راخاین ایالت کې مېشت دي.