داعش ناسُنّي او مخالفین 'وژني'

د انځور حقوق Getty

هغږ عراقيانو چې د جهادي ډلې 'داعش' له لوري له نيول شويو ښارونو او مېنو وتلي، بي بي سي ته ويلي چې جنګيالي په منظم ډول خپل مخالفان او غير سني وګړي په نښه کوي.

د موصل ښار يوه پخواني ولايتي مشر چې له يوه پنډغالي يې خبرې کولې بي بي سي ته ويلي د عراق او سوريې اسلامي دولت داعش معلومات غونډوي او د حکومتي کارکوونکو او امنيتي ځواکونو د پېژندنې لپاره يې د معلوماتو ذخيره جوړه کړې ده.

ده ويلي دوی ته بيا ويل کېږي، چې توبه وباسي او داعش ته وفاداره واوسي او يا به له ممکنه اعدام سره مخامخېږي.

بل خوا د امريکا لوی درستيز جنرال مارټن ډيمپسي ويلي چې عراقي ځواکونه به د دې وړتيا و نه لري، چې د اسلامپالو له لوري نيول شوې سيمې بېرته ونيسي.

پر همدې مهال د امريکا د دفاع وزير چېک هېګل ويلي چې د امريکا شپږ مرستندويه ډلې په عراق کې دي او له عراقي ځواکونو سره يې يو ګډ عملياتي مرکز جوړ کړی دی:

''د جګړې په ډګر کې د وضعيت ارزولو او د عراقي ځواکونو وړتيا لوړولو په موخه ښه دا ده چې موږ عراقي ځواکونو سره مرسته وکړو او له داعش سره د جګړې په اړه ورته لارښوونې وکړو. شاوخوا ۲۰۰ پوځي سلاکاران همدا اوس د جګړې په ډګر کې دي. موږ په بغداد کې له عراقي ځواکونو سره يو ګډ عملياتي مرکز جوړ کړی او په اربيل کې مو د يوه بل عملياتي مرکز هم ابتدايي کارونه پيل کړي دي''.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په تېره یوه میاشت کې د جګړې له کبله تر یو میلیون ډېر عراقیان بې ځایه شوي

د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی، چې د موصل په ګاونډ سيمو کې داعش هغه کسان په نښه کوي چې سنيان نه دي.

ترکي لارۍ چلوونکي

د ترکي لارۍ چلوونکو هغه ډله چې نژدې يوه مياشت وړاندې په عراق کې اسلامپالو ملېشو نيولي و اوس بېرته له خپلو کورنيو سره يو ځای شوي دي.

ظاهرآ دغه ۳۲ چلوونکي چې ترکيې ته اوس اووښتي روغتيا يې ښه ښکاري.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption عراقي ځواکونه له سعودي عربستان سره پر پوله د جهادي کسانو څارنه کوي

اوس د دې پراخې هڅې روانې دي چې ۴۹ لارۍ چې د عراق او سوريې اسلامي ډلې داعش نيولي وو، هم خوشي شي.

په يوه جلا پېښه کې د هندي چارواکو له قوله راپور ورکړای شوی، چې په عراق کې د دغه هېواد نژدې ۵۰ روغتيا پالان د تکريت له شمالي ښاره په بسونو کې په زور خېژول شوي دي.

د عراق له موصل سره نژدې شاوخوا ۴۰ نور ساختماني کارګر هم نيول شوي، چې څو ورځې وړاندې داعش ونيو.

ورته مطالب