سوماليا کې موټر بم بريد ۴ کسان وژلي دي

د انځور حقوق AP
Image caption په مې مياشت کې هم پر دغې ودانۍ بريد کې ۱۰ کسان وژل شوي وو

په سوماليا کې چارواکي وايي د دغه هېواد د پارلمان ودانۍ ته څېرمه يوه موټر بم بريد لږترلږه څلور کسان وژلي دي.

راپورونه وايي بم د پارلمان د لويې دروازې مخې ته چاودلی دی.

ځانمرګي برید کوونکي خپل موټر ته هغه مهال چاودونه ورکړه چې د پارلمان د موټرو تمځای ته د ننوتلو اجازه ورنکړل شوه.

له دې وړاندې یوه ځانمرګي برید کوونکي د کورنیو چارو وزارت ته هم د ننوتلو هڅه کړې وه، خو مخه یې نیول شوې وه.

د دغه بريد مسؤلیت د الشباب ډلې په غاړه اچول شوی دی.

په يوه راپور کې د الشباب له قوله ويل شوي چې دوی پر پارلمان ډله ييز بريد کړی.

په مې مياشت کې هم پر دغې ودانۍ بريد کې ۱۰ کسان وژل شوي وو.

اسلامپالو جنګياليو په ۲۰۱۱ کال کې د موګاديشو کنټرول له لاسه ورکړ او له هغه راوروسته يې په دغه ښار څو بمي بريدونه کړي دي.

الشباب چې له القاعده سره اړيکي لري ويلي د مسلمانانو په سپېڅلې مياشت رمضان کې به خپلو بريدونو ته زور ورکړي.

راپورونه وايي په دغه بريد کې څلور کسه وژل شوي چې دوه پوليس هم په کې دي او يو شمېر نور ټپيان دي.

الشباب په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې هم د پارلمان په ودانۍ څو بريدونه کړي او تر څنګ يې د موګاديشو شاوخوا نورې سيمې هم په نښه کړې دي.

په فبروري مياشت کې الشباب جنګياليو موګاديشو کې د ولسمشرۍ پر ماڼۍ بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې لږترلږه ۱۶ کسه ووژل شول.

الشباب ډله غواړي چې په سوماليا کې يو بشپړ اسلامي حکومت جوړ کړي.

ورته مطالب