اوکراین: "د سلوویانڅک نیول یو مهم پړاو دی"

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اوکراین چارواکي وايي، چې پوځ اوس په سلوویانڅک کې موجود دی

د اوکراین ولسمشر پیټرو پوروشنکو د پوځ لخوا د یاغیانو پیاوړی سنګر سلوویانڅک بیرته نیول د روان درې میاشتینی بحران یو ډېر اساسي وضعیت بللی.

د اوکراین ولسمشر وویل، د سلوویانڅک نه د یاغیانو په شا تګ بشپړ بری نه دی خو یوه لویه لاسته رواړنه ده.

پیټرو پورو شنک په تلویزیوني وینا کې وویل، دا بشپړه بریا نه ده او نه دا وخت د اور لوبې دي په سلوویانڅک کې مسلحه ډلو له منځه وړل دا مهم ټکی دی، او دا د سختدریځو په وړاندې جنګ کې د یوه مهم پړاو پیل دی.

د اوکراین چارواکي وايي، چې پوځ اوس په سلوویانڅک کې موجود دی او هلته به بشري مرستې زر تر زره ورورسیږي.

له دې نه مخکې ولسمشر پیټرو پوروشینکو په ختیځو سېمو کې د بیلتون غوښتونکو په وړاندې د اوربند په ختمولو سره وویل، ،موږ به حمله وکړو، موږ به خپله خاوره ازاده کړو.،

د اوکراین پوځ د روانې شخړې لس ورځني اوربند له ختمولو وروسته په دې اوونۍ کې د بیلتون غوښتونکو په وړاندې عملیات پیل کړي.

سره له دې چې روسي پلوه یاغیان په ځینو سېمو کې اوس هم واک لري سلوویانڅک د بغاوت مرکز ګڼل کیږي.د دونیڅک د خلکو د جمهوري پوځ مرکز هم و.

د سیمې یوه ځايي قوماندان په وینا، سلوویانڅک له ټولې شپې ډزو او شخړو نه وروسته یاغیانو پریښود.

له بلې خوا د یاغیانو یو ویاند وايي، د دوی پوځ په بشپړ ډول شمالي مرکز پريښې او بیرته دونیتسک ښار ته ستانه شوي.

له دې نه مخکې د اوکراین حکومت د دوو وړو ښارونو د بیا نیولو دعوه کړې وه.

ورته مطالب