پر ټلوېزیون د ناسمو خوړو د اعلانونو اندېښنې

Image caption د غیرصحي خوړو پرضد کمپاین کوونکي وايي چې دغه تصویرونه ماشومان د غیر صحي خوړو، خوراک ته هڅوي.

په برتانیا کې د یوې څیړنې په پایله کې ویل شوي چې د ماشومانو لپاره په ټلویزیوني پروګرامونو کې د هغو خوړو چې ژر تیارېږي او غیر صحي خوړو تصویرونه د اندېښنې تر کچې ډېر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په برتانیا کې د ماشومانو لپاره د ټلویزیوني پروګرامونو پرمهال د دغه ډول غیر صحي خوړو پر اعلانونو بندیز دی.

هغه خواړه چې ډېر غوړ، مالګه او شکره ولري د ماشومانو د پروګرامونو پرمهال نه اعلانېږي خو اوس تر سره شوې څیړنه وايي چې په خپله په پروګرامونو کې د دې ډول خوړو تصویرونه ډېر شوي دي.

د غیرصحي خوړو پرضد کمپاین کوونکي وايي چې دغه تصویرونه ماشومان د غیر صحي خوړو، خوراک ته هڅوي.

د ساینس پوهانو یوې ډلې په ایرلنډ کې د ماشومانو لپاره د بي بي سي او د ایرلنډ د دولتي ټلویزیون خپرونې د څو ساعتونو لپاره ولېدې.

د پروګرامونو له لیدلو وروسته دغې ډلې وویل چې په پروګرامونو کې ښوول شوي ۴۸ سلنه خواړه غیرصحي وو.

دوی وايي هغه خواړه چې صحي دي هغه لږ ښوول کېدل.

د ساینس پوهانو دغه ډله زیاتوي چې غیرصحي خواړه په پروګرامونو کې داسې ښوول کېدل چې د خطرونو په اړه یې هېڅ یادونه نه کېده.

دوی وايي که داسې وویل شي چې هم دې ماشومان غیرصحي خواړه وخوري او هم دې روغ رمټ او خوشحاله اوسي دا به له حقیقت نه لرې خبره وي.

که څه هم دا څرګنده نه ده چې په ټلویزیوني پروګرامونو کې د غیرصحي خوړو د تصویرونو ښوول به پر ماشومانو څومره اغېز ولري خو تر دې مخکې څېړونو کې موندل شوې چې د غیرصحي خوړو اعلانونه کولاي شي ماشومان د هماغو خوړو، خوړولو ته ډېر وهڅوي.