پر غزې د اسرائیلو بمبارۍ ۹ فلسطینیان وژلي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اسرائیل وايي، هوايي بریدونه یې د راکټي بریدونو په مقابل کې کړي

په داسې حال کې چې د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د فلسطیني زلمي محمد ابو خضیر تر وژل کېدا وروسته اړیکي ترینګلي شوي، اسرائیلو پر غزې تراډې بمبار کړی، چې لږترلږه نهه کسان یې وژلي دي.

د حماس ډلې پوځ څانګې القسام ویلي، شپږ وژل شوي د دوی کسان دي.

دغه برید د غزې تراډې جنوب کې د رفح ختیځې خوا ته پر یوه تونل شوی دی.

په دې سره د اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر نهو ته رسېدلی.

عیني شاهدانو ویلي، اسرائیلو وړاندې د غزې تراډې په شمالي بیت حانون ښارګوټي هم بمبار کړی و.

اسرائیلو د غزې پر نړیوال هوايي ډګر هم بمبار کړی.

دغه هوايي ډګر د غزې تراډې جنوب رفح ښار ختیځ ته پروت دی.

د اسرائیلو جنګي الوتکو د دوشنبې پر ګهیځ پر غزې تراډې ګڼ بریدونه کړي دي.

له تېرو څو ورځو راهیسې پر غزې تراډې اسرائیلي بریدونه دوام لري، چې د فعالانو په وینا، دا بریدونه له غزې تراډې د اسرائیلو پر جنوبي برخې د ځینو توغندیو توغولو په مقابل کې شوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په غزه کې مېرمنې د محمد ابو خضیر د وژلو ویر کوي

په القدس او ورڅېرمه نورو سیمو او اسرائیلو کې ځینې لاریونونه روان دي.

په ځینو ښارونو کې پر فلسطیني وګړو د تېري کولو خبرونه هم ورکړل شوي.

د اسرائیلو پوځ وايي، بمباري یې له غزې تراډې پر اسرائیلو د تېرو ۲۰ توغول شویو توغندیو په مقابل کې کړې ده.

د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ اړیکي د فلسطیني زلمي محمد ابو خضیر تر تښتول کېدو او وژل کېد وروسته ترینګلي شوي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اسرائیلو شمال کې د ابو خضیر د وژنې پرضد لاریونونه روان دي
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اسرائیلو د غزې پر پوله نور ځواکونه ځای پر ځآی کړي
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د محمد ابو خضیر د تره زوی طارق خضیر اسرائیلي پولیسو وژلی

ورته مطالب