برتانيا کې د غير صحي خوړو اعلانونه ډېر شوي

د انځور حقوق thinkstock
Image caption دوی وايي هغه خواړه چې صحي دي هغه لږ ښوول کېدل

په برتانیا کې د یوې څیړنې په پایله کې ویل شوي چې د ماشومانو لپاره په ټلویزیوني پروګرامونو کې د هغو خوړو چې ژر تیارېږي او غیرې صحې د خوړو تصویرونه د اندیښنې تر کچې ډېر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په برتانیا کې د ماشومانو لپاره د تلویزیوني پروګرامونو پر مهال د دغه ډول غیر صحي خوړو پر اعلانونو بندیز دی.

هغه خواړه چې ډېر غوړ، مالګه او شکره ولري د ماشومانو د پروګرامونو پر مهال نه اعلانېږي خو اوس ترسره شوې څیړنه وايي چې په خپله په پروګرامونو کې د دې ټول خوړو تصویرونه ډېر شوي دي.

د غیرصحي خوړو پرضد کمپاین کوونکي وايي چې دغه تصویرونه ماشومان د غیرصحي خوړو، خوړلو ته هڅوي.

د ساینس پوهانو یوې ډلې په ایرلنډ کې د ماشومانو لپاره د بي بي سي او د ایرلنډ د دولتي ټلویزیون خپرونې د څو ساعتونو لپاره ولېدې.

د پروګرامونو له لیدلو وروسته دغې ډلې وویل چې په پروګرامونو کې ښوول شوي ۴۸ سلنه خواړه غیرصحي وو.

دوی وايي هغه خواړه چې صحي دي هغه لږ ښوول کېدل.

د ساینس پوهانو دغه ډله زیاتوي چې غیرصحي خواړه په پروګرامونو کې داسې ښوول کېدل چې د خطرونو په اړه یې هېڅ یادونه نه کېده.

دوی وايي که داسې وویل شي چې هم دې ماشومان غیرصحي خواړه وخوري او هم دې روغ رمټ او خوشحاله اوسي دا به له حقیقت نه لری خبره وي.

که څه هم دا څرګنده نه ده چې په تلویزیوني پروګرامونو کې د غیرصحي خوړو د تصویرونو ښوول به پر ماشومانو څومره اغیزه ولري خو تر دې مخکې څیړونو کې موندل شوي چې د غیر صحي خوړو اعلانونه کولاي شي ماشومان د هماغو خوړو، خوړولو ته ډېر وهڅوي.

ورته مطالب