دبۍ د نړۍ تر ټولو لوی سوداګریز مرکز جوړوي

Image caption د اټکل له مخې، دغه مرکز ته به په کال کې میلیونونه خلک ورځي.

متحده عربي امارات په دبۍ کې د نړۍ په کچه د یوه داسې لوی نړیوال سوداګریز مرکز جوړولو د پروژې پیلولو هوډ کړی، چې د خرڅلاو ځایونو سربېره به پکې لوکس هوټلونه او تفریحي ځایونه هم وي.

دغه مرکز ته د "نړۍ مال" نوم ورکړل شوی.

که څه هم د دغه مرکز جوړېدو اعلان ۱۸ میاشتې مخکې شوی و، خو مینه والو او سوداګرو د خرڅلاو ځایونو ترلاسه کولو لپاره اوس لېوالتیا ورته ښوولې ده.

د دغه مرکز د جوړولو د پروژې د شورا مشر محمد عبدالله القرقاوي وايي، دغه مرکز به په څو پړاوونو کې د بازار د تقاضا پربنسټ جوړ شي.

ښکاري، چې د دغه مرکز د جوړېدو اعلان ځینې شرکتونه پکې ونډې اخیستو ته هڅولي دي.

خو تر اوسه یې د رسمي کار د نېټې او پای ته رسېدو اعلان نه دی شوی.

دغه نړیوال سوداګریز مرکز پر ۷۴۳ زره متر مربع ځمکه جوړېږي، چې ترڅنګ به یې د ساتېري او د سیلانیانو لپاره هم ځایونه جوړ شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دبۍ لاهم د ۲۰۰۹ کال له پورونو کړېږي.

همداشان، ددغه مرکز اړوند ۱۰۰ هوټلونو او ۲۰ زرو خونو جوړېدو پلان هم په پام کې نیول شوی.

د اټکل له مخې، دغه مرکز ته به په کال کې میلیونونه خلک ورځي.

د ویلو ده، چې دبۍ لاهم د ۲۰۰۹ کال له پورونو کړېږي.

د پیسو نړیوال صندوق اماراتو ته خبرداری ورکړی و، چې نوي خرڅلاو ځایونه ددغه هېواد اقتصاد لا نور مخ پر ځوړ حالت ته کشوي.

خو اماراتي چارواکي وايي، له ممکنه اقتصادي ستونزو سره د مقابلې توان لري.

ورته مطالب