د عراق بابل کې ۵۰ مړي موندل شوي

عراقي ځواکونه وايي، د بابل ولایت جنوب کې یې داسې ۵۰ مړي موندلي، چې لاسونه یې تړل شوي، سترګې ترې ایستل شوې او په مرمیو ویشتل شوي دي.

دا مړي د شیعه ګانو په یوه سیمه کې موندل شوي.

د بابل د پولیسو مشر بي بي سي ته ویلي، دغه مړي د بابل ولایت جنوبي الحلې سیمې په الحمزة کلي کې موندل شوي دي.

تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې، چې وژل شوي څوک دي، خو ټول په سرونو په مرمیو ویشتل شوي.

ښکاري چې پر دغو کسانو تازه ډزې شوې، خو د وژل شویو پر مړو د نورې شکنجې نښې نه دي موندل شوې.

دغه مړي په یوه کرنیزه سیمه کې غورځول شوي.

یوه سیمه ییز چارواکي ويلي، دغه کسان یوه اونۍ مخکې وژل شوي.

تر اوسه روښانه نه ده، چې دا کسان ولې وژل شوي.

که څه هم په بابل ولایت کې د یاغیانو له ننوتلو پرمهال بریدونه شوي، خو دغه سیمه چې مړي پکې موندل شوي، د مخکني کوم لوی تاوتریخوالي شاهده نه وه.

د بابل شمالي الحلة سیمه تر ډېره سره وېشل شوې ده، چې د مرګ مثلث هم ورته ویل شوی؛ دا ځکه چې په وروستیو کلونو کې د توکمیز تاوتریخوالي له کبله ډېرې ناوړه پېښې شوې دي.

د الحلة جنوب ته د شیعه ګانو کربلاء او نجف هغه ښارونه پراته دي، چې د دوی ځینې سپېڅلي زیارتونه پکې دي.

بل خوا، په صلاح الدین ولایت کې یوې سیمه ییزې سرچینې ویلي، د عراقي پوځ چورلکو په الضلوعیه سیمه کې د چارشنبې پر ګهیځ پر څلورو کورونو بمبار وکړ، چې یو سړی، یوه مېرمن او یو ماشوم پکې ووژل شول، او ۱۰ نور ټپیان شول.

ورته مطالب