پر غزې اسراييلو تازه بریدونه کړي

د انځور حقوق AFP
Image caption له حافظ حماد سره د هغه د مور او پلار او دوو وروڼو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي

پر غزې د پراخو اسرائیلي بریدونو په لړ کې د ولسي وګړو په ګډون تر شلو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

فلسطیني چارواکو ویلي د سالمي الجهاد ډلې یو سیمه ییز مشر وروسته تر هغه ووژل شول چې په بیت حانون کې یې پر کور بمباري وشوه.

له حافظ حماد سره د هغه د مور او پلار او دوو وروڼو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

وړاندې تر دې فلسطیني وسله والو د اسرائیلو پر حیفا، تل ابیب او بیت المقدس ښارونو توغندي توغولي دي.

د اسراييلو لخوا پر غزې هوايي او سمندري بریدونو په ځواب کې فلسطیني حماس ډلې پر اسرائيلي ښار راکټونه ویشتلي. حماس ډلې د تېرې سه شنبې پر شپه پر اسرائيلي ښارونو راکټونه وویشتل خو اسرائيلو په هوا کې له منځه یوړل. حماس راکټي بریدونه د اسرائيلو له هغو هوايي بریدونو وروسته پیل کړل، چې ۲۵ فلسطیني په کې ووژل شول. وړاندې، اسرائيلي پوځیانو ویلي وو، پر غزې د ځمکنیو بریدونو چمتوالي غور کوي.

اسراييل وايي، پر تېره سې شنبې یې په غزه کې ۴۰ ځایونه په نښه کړل، په داسې حال کې چې له غزې پر اسرائیلو ۴۰ راکټونه توغول شوي وو.

همدارنګه په تېرو رپوټونکې ویلي و، له غزې تراډې پر دوی تر بریدونو وروسته اسرائیلي پوځ هوايي بریدونه کړي دي. اسراییلي الوتکو ټوله شپه لږ ترلږه ۲۰ ځایونه په نښه کړل چې د راپورونو اړوند لږ تر لږه ۱۴ کسان یې ټپیان کړي. په ټپیانو کې یوه مېرمن او دوه ماشومان هم دي، چې د دې بریدونو په ځواب کې د فلسطین لخوا راکټي بریدونه شوي. اسرائیلو خپل (تیارسئ) ۱۵۰۰ ځواکونه هم بریدونو ته ورغوښتي دي. د غزې له پولې سره نېدې پوځي ځواکونه ځای پرځای شوي، خو د اسرائیلو کابینې تر اوسه ځمکنيو بریدونو اجازه نه ده ورکړې.

وړاندې، له اسراييلو پر غزې په هوايي بریدونو کې نهه فلسطینيان وژل شوي وو، چې په غبرګون کې یې د فلسطیني سخت دریځو حماس ډلې جنګیالیو د اسرائیلو پر سوېل راکټي بریدونه وکړل. اسراييلو دا خبره رد کړې چې په دې برید کې نهه فلسطیني وژل شوي خو د حالاتو د خرابولو ګواښ یې کړی. د اسراییلو او حماس ترمنځ نوې شخړې هلته پیل شوې چې د دریو اسراییلو او یوه فلسطیني ځوان وژنه را منځ ته شو.

د انځور حقوق AP
Image caption اسرائیلو خپل (تیارسئ) ۱۵۰۰ ځواکونه هم بریدونو ته ورغوښتي دي

اسراییلي پوځ وایي، پر دوشنبې د یوه ساعت په ترڅ کې ۴۰ راکټه د حماس لخوا راغلي.

اسراییلي چارواکو د غزې په ۴۰ کیلومترۍ کې ټول ښوونځي تړلي. له دې مخکې د اسراییلو لخوا پر غزې د هوایي بریدونو پایله کې نهه فلسطیني سخت دریځي وژلي شوي وو. حماس ډلې ویلي وو، اسرائیل به د دې بریدونو لوړ قیمت ورکړي. فلسطیني سخت دریځې حماس ډلې ویلي، په شمال کې هوايي برید د دوی شپږ کسان وژلي. پر اسراییلو د غزې لخوا لږترلږه د ۲۰ راکټي بریدونو په ځواب کې د اسرائیلو لخوا په هوايي بریدونو کې درې نور سخت دریځ هم ووژل شول.

ورته مطالب