جرمني امریکایی جاسوس له هېواده شړلی

د انځور حقوق AFP
Image caption جرمني د امریکا په سفارت کې د د استخباراتو یوه استازي ته ویلي چې له جرمني ووځي.

د جرمني حکومت امر کړی چې د سي.آی.اې جاسوس چې امریکا ته په جاسوسۍ تورن دی، له هېواده وشړل شي.

برلین وایي چې دې سړي دوه ځلې امریکا ته جاسوسي کړې ده.

رپوټونه وایي چې دې چارواکي په امریکا سفارت کې د سي ای اې د تماس غړي په توګه کار کاوه. دې مسلې د جرمني سیاستوال غوسه کړي دي.

د جرمني د استخباراتو ۳۱کلن چارواکی تېره اوونۍ د جاسوسۍ په تور ونیول شو. پرون (چارشنبه) رپوټ ورکړل شو چې د جرمن د یوه سرتېري په اړه هم پلټنه پیل شوې ده.

د حکومت ویاند وویل، د امریکا په سفارت کې د دې هېواد د استخباراتو یوه استازي ته ویل شوي چې له جرمني ووځي.

سپینې ماڼۍ د اوونۍ په پيل کې د جرمني او امریکا تر منځ اړیکي، د باور په فضا کې جوړ شوي وبلل خو دا د هیچا نه خوښېږي چې په اړه یې جاسوسي وشي، په ځانګړې توګه که هغه ستاسو ملګری وي.

دا وروستۍ پېښه د دې څرګندونه کوي چې د امریکا له خوا د ملګرو د څار پروګرام کولی شي د متحدینو سره اړیکي خراب کړي.

دې چارې په جرمني کې غوسه راپارولې او دې ته په پام چې دا مسله دلته ډېره حساسه ده، اوس جرمنان له یو بله پوښتي چې څه پېښ شوي او ولې بیا پېښ شوي؟

څه موده مخکې مو واورېدل چې د امریکا د استخباراتو ادارې د جرمني د صدراعضمې انګېلا مېرکل خبرې اورېدلې وې. د امریکایي چارواکو تر یوې پلټنې وروسته ولسمشر اوباما وویل نور به د خپلو ملګرو خبرې په پټه نه اوري.

خو جرمني د هغه تړون برخه نه ده چې امریکا یې له برتانیا، استرالیا، کاناډا او نوي زیلاند سره لري او خبرې یې نه اوري.

اوس به سپينه ماڼۍ هر اړخېزي او سختې هلې ځلې وکړي چې له جرمني سره اړیکې ښې کړي خو امریکا به په نورو برخو کې د جرمني همکارۍ ته اړتیا ولري، د بیلګې په توګه د اوکراین پر سر پر روسیې سخت بندیزونه ولګوي.

د جرمني د استبخاراتو په برخه کې د پارلمان د کمېټې مشر وویل دا کار یې ځکه کړی چې امریکایان د جرمن سیاستوالو پټې تلفوني خبرې اوري او په دې برخه کې زموږ غوښتنې له پامه غورځوي.

د امریکا متحدو ایالتونو دا ادعاوې رد کړې چې ګواکې تېره اوونۍ د جرمني د استخباراتو کارکوونکی ځکه نیول شوی و چې د امریکا د ملي امنیت ادارې ته یې مالومات ورکول.

خو دا وروستی رپوټ چې وایي د دفاع په وزارت کې د ننه یوه عسکر امریکا ته جاسوسي کوله، په دې اړه په وزارت کې د ننه او بهر پلټنې شوې دي.

د سپينې ماڼۍ چارواکو بي بي سي ته د زیاتو جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه خو یوازې دومره یې وویل چې د دواړو هېوادونو تر منځ امنیتي او استخباراتي اړیکي خورا مهم دي.

امریکایي چارواکي زیاته کړه دا مهمه ده چې د هېوادونو ترمنځ په مهمو برخو کې همکاري دوام ومومي او دوی به په لازم وخت کې د اړینو چنلونو له لارې له جرمن حکومت سره اړیکې ونیسي.

ورته مطالب