"د بد چلن غچ په جنسي تېري اخیستل شوی"

د انځور حقوق AP
Image caption د می په میاشت کې په اترپردېش ایالت کې پر دوو نجونو له ډله ییز جنسي تېري وروسته له ونې ځوړندې شوې وې.

په هندوستان کې د جهارکهنډ په نامه سیمه کې پر یوې ۱۴ کلنې جلۍ د غچ اخیستلو لپاره جنسي تېری شوی چې په تړاو یې د کلي د ملک په ګډون درې کسان نيول شوي دي.

د دغې ۱۴ کلنې جلۍ پر ورور تور پورې شوی چې د کلي له یوې ښځې سره یې ناوړه چلند کړی و چې د غچ اخیستلو لپاره یې د هغه پر خور جنسي تېری شوی دی.

د دې تازه پېښې په تړاو د ادعا له مخې تېری کوونکی، د کلي ملک او د جنسي تېري قربانې شوې جلۍ ورور نیول شوي دي.

د جهارکهنډ پولیسو بي بي سي ته ویلي چې دا جنسي تېری د غچ اخیستلو لپاره شوی دی.

د پولیس وینا ده چې د جنسي تېري قربانې شوې جلۍ ورور د تېري کوونکي له ښځې سره بد چلند کړي و چې له امله یې هغه پر دغې ۱۴ کلنې جلۍ جنسي تېری کړی دی.

دغه راز پولیس وايي چې د کلي ملک یې په دې خاطر نیولی چې تیری کوونکی یې هڅولی و.

سره له دې چې په دې وروستیو کې په هندوستان کې پر ښځو د جنسي تېریو د پیښو له امله پراخې مظاهرې او په دې برخه کې یو لړ اقدامات شوي بیا هم کله کله د جنسي تېریو رپوټونه خپرېږي.

د می په میاشت کې هم د هندوستان په اترپردېش ایالت کې پر دوو نجونو له ډله ییز جنسي تېري وروسته وژلې شوې او له ونې ځوړندې شوې وې.

دغه راز د سږکال په لومړیو کې پر یوې ښځې په عام محضر کې په دې خاطر جنسي تېری وشو چې د سیمې مشرانو ادعا کوله چې له یو سړه سره یې نامشروع جنسي اړیکې لرلې.

په ۲۰۱۲ کال کې په ډهلي کې پر یوې زده کوونکې له جنسي تېري وروسته د حکومت له خوا په دې برخه کې قانون سخت کړای شو.

ورته مطالب