له خبرداري وروسته بيا پر غزې بمباري پيل شوې

د انځور حقوق Reuters

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي پر غزې د اسراییلو د بریدونو له پیل راهیسې یو ۱۷۰فلسطینیان وژل شوي او ۱۲۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. له غزې د حماس په توغندویي بریدونو کې تر اوسه کوم اسراییلی نه دی وژل شوی، خو دوه توغندي پر تل ابیب لګېدلي دي.

وروسته تر هغه چې د فلسطین په شمال کې خلکو ته د وتلو خبرداری ورکول شوی اسراییلو یو ځل بیا پر غزې هوايي بریدونه کړی دی.

زرګونه فلسطينيان د غزې له شمالي برخو وروسته له هغه په تېښته دي چې اسرائيلو د دغې سيمې په نښه کولو ګوتڅنډنه وکړه.

دا د اسرائيلو هوايي بريدونو شپږمه ورځ ده، چې پر غزه يې ترسره کوي، او وايي موخه يې د فلسطينيانو توغنديزو بريدونو بندول دي.

اسرائيلو د يکشنبې لومړيو کې ويلي وو د غزې شمال اوسېدونکو ته يې په داسې وخت کې له خپلو مېنو د وتلو خبرداری ورکړی، چې دوی د تازه هوايي بريدونو لپاره تياری نیسي.

اسرائيلي ځواکونو، له هغه راهيسې چې د جولای پر اتمه يې دغه بريدونه پيل کړي، پر غزه يې په خپله لومړنۍ مځکنۍ چاپه کې د توغنديو توغولو پر يوه شکمن ځای بريد کړی دی.

د دغه هېواد پوځ ويلي خپل يرغل به تر هغه روان ساتي چې فلسطينيانو پر اسرائيلي ښارونو د توغنديو ويشتل نه وي درولي.

په غزه کې د روغتيايي چارواکو په وينا له هغه راهيسې چې هوايي بريدونه پيل شوي، لږترلږه ۱۵۹ فلسطينيان وژل شوي دي.

په وژل شویو کې د راپورنو له مخې د يوې کورنۍ ۱۷ کسان هم شامل دي، چې د شنبې ماښام د اسرائيلو په يو توغنديز بريد کې وژل شوي دي.

اسرائيل وايي دوی د جګپوړيو چارواکو د کورنو په ګډون د حماس اورپکي او "د ترهګرۍ ځايونه" په نښه کوي. خو ملګريو ملتونو د ارزونې له مخې په غزه کې د وژل شويو ۷۷٪ سلنه يې ملکيان وو.

د ملګريو ملتونو امنيت شورا د شنبې پر ورځ د اوربند او د سولې خبرو د پيل غوښتنه کړې ده.

د اسرائيلو پوځ د دې پخلی کړی چې د يکشنبې سهار یې د بيت لاهيه د پاسه خبرپاڼې غورځولې، او ملکيانو ته يې ويلي چې ځانونه پناځايونو ته کړي.

د اسرائيلو د دفاع وزارت ويلي "نه غواړو په غزه کې ملکيانو ته تاوان ورسوو، خو دغه ملکيان بايد پوه شي چې د حماس ترهګرو او بنسټونو ته په نژدې واټن کې پاتې کېدل، خورا ډېر ناخوندي دي".

د ملګرو ملتونو يو وياند کرېس ګونېس وايي په ځايي وخت د سهار تر ۱۰:۳۰ بجو پورې د غزې څه د پاسه ۴۰۰۰ وګړو د ملګريو ملتونو مرستندويه او کاري ادارو په اتو اډو کې پنا اخيستې ده.

په همدې وخت کې ۸۰۰ هغه فلسطينيان چې دوه ګوني تابعيتونه لري، د اسرائيلو د اېرېز بندر له لارې له غزې وتلي دي.

د يکشنبې لومړیو کې د اسرائيلو هوايي بريدونو ډېری امنيتي مرکزونه او د پوليسو پوستې چې د حماس جنګيالي يې چلوي، ويجاړ کړي دي.

خبریالان وايي هغه کورونه چې دغو مرکزنو سره څېرمه دي، پراخ زیان وراوښتی ځکه چې د غزې جنوب تر ټولو زياتې ګڼې مېشتې سيمې تل الهوی کې پرتې دي.

د زغم غوښتنه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په غزه کې د روغتيايي چارواکو په وينا د اسرائيلو د هوايي بريدونو له پيل راهيسې، لږترلږه ۱۵۹ فلسطينيان وژل شوي

د اسرائيلو دفاعي ځواکونو دا هم ويلي سرتېرو يې پر هغه ځای چاپه وهلې چې پر اسرائيلو د اوږد واټنه توغنديو ويشتلو لپاره کارول کېده.

دوی ويلي څلور سرتېري یې سرسري تپيان شوي دي.

باور دی، له هغه راهیسې چې اسرائيلو د "خونديتابه څنډې" په نامه دغه عمليات پيل کړي، لومړی ځل دی چې اسرائيلي ځواکونه غزې ته ننوځي.

اسرائيلو د غزې له شمال سره خپل ځواکونه راغونډ کړي، او داسې ګونکسي ورسره زيات شوي چې کېدی شي مځکنی يرغل هم پيل کړي.

د اسرائيلو د دفاع وزارت وايي تر دې مهاله يې د غزې لروبر د "ترهګرۍ" پر ۱۳۲۰ ځايونو ګوزارونه کړي، په داسې حال کې چې حماس پر اسرائيلو څه د پاسه ۸۰۰ توغندي اورولي دي.

د اسرائيلو ها ارېټز ورځپاڼې د خبر له مخې د توغنديو پر وړاندې د دغه هېواد د وسپنيزې ګومبزې په نامه د سپر سيستم د يکشنبې پر ورځ د اسرائيلو مرکزي او جنوبي برخو د پاسه د يو شمېر توغنديو مخه نيولې ده.

له هغه راهيسې چې د تاوتريخوالي دغه لړۍ پيل شوې، لږترلږه درې تنه اسرائيليان سخت ټپيان شوي، د فلسطينيانو د بريدونو له امله کوم اسرائيلی لا نه دی وژل شوی.

فلسطينۍ سرچينې بيا وايي د دوی اړخ ته بيا څه د پاسه ۱۰۰۰ کسان ټپيان شوي دي.

فرانسې د يکشنبې پر ورځ د حماس توغنديزو بریدونو غندنه کړې، خو پر اسرائيلو يې هم غږ کړی پر غزه د خپل يرغل پر مهال "زغم وښيي" او د ملکيانو ترمنځ له مرګ ژوبلې رامنځته کولو ډډه وکړي.

جرمنی بيا خپل د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاېنماير د دوشنبې پر ورځ اسرائيلو ته استوي، د تاوتريخوالي پای ته رسولو لپاره په خبرو کې له اسرائيليانو او فلسطينيانو سره مرسته وکړي.

ورته مطالب