په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ماشوم ميلياردران

که کليفورنيا يو هېواد وی، له امريکا او چين وروسته به له روسيې سره په شريکه تر ټولو زياتو ميلياردرانو په لرلو د نړۍ درېيم ځای کې وی.

د امريکا دغه ایالت چې د هاليود او سېلېکون درې ټاټوبی دی، تل يې د کاروباريانو او ځوانانو کلتور لمانځنه کړې ده.

اوس دغه کلتورونه په زياتېدونکي ډول سره ټکر کې دي.

بي بي سي د دغه ايالت له ځينو تر ټولو ځوانو کاروباريانو سره خبرې کړې دي.