پيزا اېکسپرېس پر چينايي شرکت پلورل شوی

Image caption د پيزا اېکسپرېس څښتن د بریتانيا ګنډولا ګروپ و، چې اوس پر چينايي شرکت پلورلی

د پيزا اېکسپرېس ځنځيري رستورانت په شاوخوا ۱،۵ ميليارډ ډالره پر يو چينايي شرکت، چې په دې کاروبار کې يې "لويه ګټه" کړې، پلورل شوی دی.

د بريتانيا ګنډولا ګروپ د دې پخلی کړی، چې پيزا اېکسپرېس يې د هوني کپيټال په نامه پر يو شخصي شرکت پلورلی دی.

په بریتانيا کې د پيزا اېکسپرېس شاوخوا ۴۳۶ او په نړیواله کچه په چين کې د ۲۲ په ګډون ۶۸ رستورانتونه دي، چې څه د پاسه ۹۰۰۰ کسان په کې کار کوي.

د دغه شرکت اجرايوي مشر ريچارډ هوډسن ويلي په اسيا کې یې د چارو پراختيا د کاروبار د ودې راتلونکې سټراټيژۍ يوه "مهمه برخه" ده.

ده وويل دغه پلور يې "د کاروبار لپاره يو ډېر مثبت پرمختګ او د خوښۍ وخت" دی.

پيزا اېکسپرېس له وړاندې په هانګ کانګ کې ۱۲ او په شانګهای کی ۹ رستورانتونه، او دغه راز په هند، سعودي او بالي کې هم څانګې لري.

دغه پلور په داسې وخت کې کېږي، چې ګنډولا ګروپ د چين پلازمېنه بېجينګ کې د پيزا اېکسپرېس لومړی رستورانت د سږ کال لومړيو کې پرانيست.

ګنډولا ګروپ په بريتانيا کې د زيزي او اسک ايټاليان ځنځيري پيزا څښتن هم دی.

په يوه ګډه اعلاميه کې چې د دواړو شرکتونو له لوري خپره شوې، هوني کپيټل ويلي پلان لري دغه ځنځيري رستورانت لړۍ په بريتانيا او چين دواړو کې وغځوي.

جان جاو چې د دغه شرکت اجرايوي مشر دی، ويلي موخه يې "له خپلو ځايي تجربو ګټه" ده، چې له مخې یې په اسيا کې د دغه ځنځيري رستورانت وده چټکه کړي.

دغه تړون د چينايي شرکتونو تازه بېلګه ده، چې بريتانوي کاروبارونه پېري او ولکه يې ترلاسه کوي.

تېر کال د چين د ملکيتونو او ساتېرۍ شرکت ډاليان وانډا ګروپ د ډورسېت لوکسو يخت بېړيو جوړولو شرکت سنسيکر انټرنشل پېرلو لپاره سيالي کوله.

په ۲۰۱۲ کال کې د چين برايټ فوډ شرکت په ويټابېکس کې، چې د سهار خوړو سوداګريزې نښې او د الپن او رېډي برېک څښتن دی، د کنټرول ونډه وپېرله.

ورته مطالب