م.م له اسرائیلو او حماس د اوربند غوښتنه کړې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption بانکې مون: دا سېمه نوره د جنګ د زغم توان نه لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د فلسطیني وګړو د وژل کیدو شمېر په ډېریدو سره د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې ده.

د امنیت شوار ټولو ۱۵ غړو په اتفاق سره په یوه بیان کې د تاوتریخوالي له منځه وړل، د امن راوستل او د سولې خبرو اترو د بیا پیلولو غوښتنه کړې ده.

په غزه کې د روغتیا وزارت چارواکو په وینا د شنبې ورځې په ماښام د اسرائيلو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول چې په ټپيانو کې دغزې د پولیسو هم شامل دی.

فلسطیني چارواکي وايي، له پنځو ورځو راهسې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې ۱۵۶ فلسطیني وګړي وژل شوي.

په داسې حال کې چې اسرئیل وايي، د شنبې په ورځ ۹۰ راکټونه يې په خاوره توغول شوي، چې ډېر زیانونه یې اړولي دي.

د اسرائیلو د بریدنو له پیل راهسې دا لومړی ځل دی چې د امنیت شورا چارواکو دا ډول څرګندونې وکړې، تر دې وړاندې د امنيت شورا د غړو غبرګون بل ډول وو.

د ملګرو ملتونو یوه اداره وايي، چې د اسرائیلو په بریدونوکې وژل شوي کسان درې پر څلورمه حصه یې عام وګړي دي.

په لندن کې یوه لوړ پوړي فلسطیني چارواکي بي بي سي ته وویل، چې غزه ډېر نفوس لري او ښکاره ده چې په هوايي بریدونو کې به د ولسي وګړو د وژنې کچه لوړه وي.

له بلې خوا ملګري ملتونه وايي، چې په وژل شويو کسانو کې درې پر څلورمه حصه یې ولسي وګړي دي.

اسرائيل وايي، په تازه بریدونو کې د سخت دریځو له ۶۰ ډېر ځایونه، یې په نښه کړې دي

اسرائیل وايي، دوی سخت دریځي او د هغوی ځایونه په نښه کوي.

د اسرائیلو له خوا پر غزه تر دې پنځمې ورځې پورې سلګونه راکټونه توغول شوي دي.

د ملګروملتونو له کوښښ سره سره د جګړې دواړه غاړې په اوربند نه دي سلا شوي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو مشر بانکې مون د اسرائيل او فلسطین ترمنځ د تاوتریخوالي له منځه وړلو لپاره په فشار راوړو سره ویلي و، د غزې وضعیت د تباهي پر لور روان دی. ،،

هغه خبرداری ورکړ چې دا سېمه نوره د جنګ د زغم توان نه لري.

بانکې مون وویل، خراب وضعیت په چټکۍ سره له کنترول نه وځي،، د تاوتریخوالي د ډېرېدو خطر اوس هم لا شته.

هغه له حماس نه وغوښتل چې پر اسرائیلو راکټي بریدونه بند کړي او پر اسرائیلو يې فشار راوړی تر څو ولسي وګړي په پام کې ونیسي.

له تېرې سې شنبې راهيسې اسرائیلو پر فلسطیني سېمو بمباري پیل کړې او تر اوسه يې سلګونه بريدونه کړي دي.

اسرائیل وايي، دا بریدونه د فلسطین له خوا پر اسرائیلې خاوره د توغول شويو راکټونو په غبرګون کې ترسره کوي، خو تر اوسه د دې راکټونو له امله د یوه اسرائیلي د وژل کیدو رپوټ هم نه دی راغلی.

ورته مطالب