بغداد کې وسلوال برید ۲۹ کسان وژلي دي

د انځور حقوق Reuters
Image caption په دې سېمه کې شیعه او سني وګړي یو ځای اوسیږي

د عراقي چارواکو په وینا وسلوالو کسانو پلازمینه بغداد کې پر دوو ودانیو بریدونه وکړل او په پایله کې ۲۹ کسان ووژل شول چې ۲۰ یې ښځې دي. د پولیسو په وینا، دا برید د شنبې په ورځ ناوخته د بغداد په لویدیځه برخه زیونه کې رامنځته شوه. یوه سرتېري وویل، چې ده هرې خوا ته مړي ولیدل چې پراته وو. تر اوسه کومې ډلې د دې برید پړه نه ده منلې، او د برید انګیزه لا نه ده معلومه شوې، خو ځينې راپورونه ښيي چې دا ځای فاحشه خانه وه. د فرانسې خبري اژانس د راپور پر بنسټ د ودانۍ په یوه دروازه لیکلی شوي وو چې (د بدن پلورلو به همدا سزا وي).

په زیونه کې ځايي خلک پر شیعه ملیشو د دې ښځو د وژلو تورپورې کوي او د دغو ښځو په اړه ویل کیږي چې دوی په بدلمنۍ کې ښکیلې وې.

په دې سېمه کې شیعه او سني وګړي یو ځای اوسیږي.

په زیونه کې د ۲۰۱۳ کال په مې میاشت کې په فاحشه خانه برید شوی وو چې په پایله کې يې اووه ښځې او پنځه نارینه ووژل شول.

په عراق کې د اسلامي مذهب پر بنسټ زنا منع ده.

په تېرو وختونو کې عراق کې د داعش جنګیالیو د عراق له پوځ نه یوه پراخه سېمه ونیوله او لا د ډېروسيمو د نیولو هڅې کوي.

لومړي وزیر نوري المالکي کردان په دې تورن کړل چې سخت دریځو ته یې پناه ورکړې او له دې تور وروسته کردي وزیرانو له دولت سره خپلې اړیکې ځنډولې دي.

په عراق کې روان تاوتریخوالي قومي بڼه نیولې چې په کې کردان، شیعه او سني ډلې ښکیلې دي.

ورته مطالب