د ایران اتومي پروګرام په اړه لا هم اختلافونه شته

د انځور حقوق AP
Image caption د جان کېري له دې خبرې سره فرانسه او بریتانیا هم نظره دي

د ایران اتومي پروکرام په اړه مذاکراتو کې برخه والو مهمو هیوادونو خبردار ورکړی چې د ایران او نړیوالو قوتونو ترمنځ لا هم ژور توپير موجود دی.

د ایران د اتومي پروګرام پر سر پریکړې ته اوس یوه اوونۍ وخت پاتې دی.

د ایران هستوي پروګرام تړون په اړه خبرو اترو لپاره د اتریش په پلازمینه ویانا ته راغلي د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري وویل، په دې اړه اوس ،ډېر اختلافونه شته.

د جان کېري له دې خبرې سره فرانسه او بریتانیا هم نظره دي.

یوه ایراني سفیر هم ويلي دي، چې اوس دا څرګنده نه ده چې دا تشه به ډکه شي که نه.

په مذاکراتو کې به ایران دې ته راضي کړای شي چې د ځان پر وړاندې د لګول شو بندیزونو د ختمولو لپاره خپل هستوي پروګرامونه محدود کړي.

د راپورنو له مخې د یکشنبې ورځې مذاکرات بې پایلې پاتې شو.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل، "موږ تر اوسه کوم پرېکنده پرمختک نه دی کړی او په دې کې لا تر اوسه ستونزې شته "

تر اوسه د دې قوي امکان شته چې په د جولای په ۲۰مه به دغه ضرب الاجل پراخ شي.

تېر کال په دې اړه یو لنډ مهاله تړون لاسلیک شوی و، خو ايران د اوږد مهال لپاره د یورانیمو په بډاینه او پلوټونیم د تولیداتو په ډېریدو تړون لا تر اوسه نه دی لاسلیک شوی.

یورانیم او پلوټونیم هغه عناصر دي چې په هستوي وسلو کې ترې کار اخیستل کیږي.

نړیوال قوتونه ویره لري چې ایران د هستوي وسلو د جوړولو هڅه کوي په داسې حال کې چې ایران دا هر څه ردوي او وايي، دوی یورانیم د طبی او بريښنايي اړتیاو په موخه بډای کوي.

که چېرې دا تړون وشي، پر ايران د تېلو او سوداګرۍ په اړه لګېدلي بندیزونه لرې کیدای شي.

په ویانا کې له ايران سره خبرو کې ۵+۱ هېوادونه برخه لري، چې په دې کې امریکا، بریتانیا، فرانسه، چین، روسیه او جرمني شامل دي.

د چین او روسیې پرته ټولو هیوادونو خپل د بهرنیو چارو لوړ پوړي چارواکې استولي دي.

جان کېرې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرې کاترين اشټون سره له لیدو مخکې خبریالانو ته وویل، اوس یو څه وخت شته چې دا وپتېيو چې ایا پر مخ لاړ شو کنه.

"د دې خبرې باوري کول اړین دي چې ایا ایران هستوي وسلې جوړوي یا دا چې د سوله يیزو پروګرامو لپاره دا هر څه تر سره کوي او دا غواړو معلومه کړو"

د ایران نړیوال عربي تلویزیوني چينل العالم وايي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، دي چې ټولې مهمې او لوې مسئلې لا تر اوسه په ځای پاتې دي.

"موږ د مهمو ستونزو په حل کولو کې بریالي نه شواو دا لا تر اوسه روښانه نه ده چې موږ داسې کولی شو که نه"

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په خپل ټویټر کې لیکلي چې " باور دوه اړخیزه لار ده"

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لارینټ فیبیو ویلي، چې " لا هم لرې والی شته دی"

ورته مطالب